کرکټ بورډ؛ افتاب عالم له لوبډلې سره مل کېدای شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

یاران سپورټس
کرکټ بورډ ویلي چې د افغان لوبډلې تکړه او چټک بالر افتاب عالم له دې وروسته کولای شي، چې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي او تمرینات وکړي.
د افتاب ورور نعمت عالم یاران وېبپاڼې ته وویل، چې د هغه د بندیز شل اوریزې پاتې وې او دغه شل ورځې ورته د لوبډلې د روزونکي انډي مولز لخوا معاف شوې او له دې وروسته کولای شي، چې په تمریناتي کمپونو او لوبډلې سره یو ځای کېدای شي.
په افتاب عالم د ۲۰۱۹م د جولای میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ د ډېسپلین کمېټې لخوا د نظم د اصولو ماتولو په پلمه یو کلن بندیز ولګول شو.
هغه مهال افتاب عالم په خپل ځان لګول شوي تورونه رد کړي وو؛ خو بیا هم یو کال له هر ډول کرکټ څخه محروم شوی و.
د نعمت عالم په خبره په افتاب عالم بندیز د افغان کرکټ بورډ له لوري لګول شوی و، نو د کرکټ نړیوالې شورا لخوا.
په افتاب عالم بندیز په داسې حال کې پای ته ورسېد، چې افغان لوبډله د کرونا ویروس د وېرې په نشتون کې به له زِمبابوې، اسیا شل اوریز جام، نړیوال شل اوریز جام او همدارنګه اسټرالیا سره لوبې لري.
د افتاب عالم په نشتو کې هغه مهال لوبډله د چټکو توپ اچوونکو له کمښت سره مخ وه، چې بیا د پاکستان خلاف لوبه کې ټپي توپ اچوونکی حمید حسن ولوبول شو؛ خو د لوبې په اوږدو کې کېناست او بیا افغان لوبډله وروستیو کې د چټک بالر له نشتون سره مخ شوه او د ګلبدین نایب اوور لوبه په پاکستان وګټله.
خپله افتاب عالم خوښ دی، چې بندیز یې پای ته ورسېد او د افغانستان د بېرغ د رپولو او ښو لوبو خبره یې کړې ده.
افتاب ۲۹ کلن و، چې بندیز پرې ولګېد او اوس یې عمر ۳۰ کاله دی.

افتاب عالم او کرکټ یې

افتاب عالم په ۲۰۱۰م کې لوبډلې سره مل شو، لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه یې په همدغه کال د کاناډا لوبډلې پر وړاندې وکړه.
وروستۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه یې د ۲۰۱۹م د نړیوال جام پر مهال د هندوستان خلاف وکړه.
لومړۍ شل اوریزه کرکټ لوبه یې ۲۰۱۲م کې د نېمبیا پر وړاندې وکړه او وروستۍ شل اوریزه کرکټ لوبه یې ۲۰۱۸م کې د ایرلېنډ پر وړاندې کړې ده.
۲۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۱ وېکټې اخیستې او یوه لوبه کې یې د ۲۴ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې اخیستل یو ریکارډ و.
۱۳ شل اوریزو لوبو کې ۱۵ وېکټې اخیستې دي.
افتاب عالم په توپ اچونه کې لس کلنه تجربه لري او راتګ یې ملي لوبډله کې له چټکې توپ اچونې سره مرستندویه تمامېدای شي.
کرکټ بورډ؛ افتاب عالم کولای شي، چې لوبډلې سره مل شي
کرکټ بورډ ویلي، چې د افغان لوبډلې تکړه او چټک بالر افتاب عالم له دې وروسته کولای شي، چې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي او تمرینات وکړي.
د افتاب ورور نعمت عالم یاران وېبپاڼې ته وویل، چې د هغه د بندیز شل اوریزې پاتې وې او دغه شل ورځې ورته د لوبډلې د روزونکي انډي مولز لخوا معاف شوې او له دې وروسته کولای شي، چې په تمریناتي کمپونو او لوبډلې سره یو ځای کېدای شي.
په افتاب عالم د ۲۰۱۹م جولای په میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ د ډېسپلین کمېټې لخوا د نظم د اصولو ماتولو په پلمه یو کلن بندیز ولګول شو.
هغه مهال افتاب عالم په خپل ځان لګول شوي تورونه رد کړي وو، خو بیا هم یو کال له هر ډول کرکټ څخه محروم شوی و.
د نعمت عالم په خبره په افتاب عالم بندیز د افغان کرکټ بورډ له لوري لګول شوی و؛ نو د کرکټ نړیوالې شورا لخوا.
په افتاب عالم بندیز په داسې حال کې پای ته ورسېد، چې افغان لوبډله د کرونا ویروس د وېرې په نشتون کې به له زِمبابوې، اسیا شل اوریز جام، نړیوال شل اوریز جام او همدارنګه اسټرالیا سره لوبې لري.
د افتاب عالم په نشتو کې هغه مهال لوبډله د چټکو توپ اچوونکو له کمښت سره مخ وه، چې بیا د پاکستان خلاف لوبه کې ټپي توپ اچوونکی حمید حسن ولوبول شو؛ خو د لوبې په اوږدو کې کېناست او بیا افغان لوبډله وروستیو کې د چټک بالر له نشتون سره مخ شوه او د ګلبدین نایب اوور لوبه په پاکستان وګټله.
خپله افتاب عالم خوښ دی، چې بندیز یې پای ته ورسېد او د افغانستان د بېرغ د رپولو او ښو لوبو خبره یې کړې ده.
افتاب ۲۹ کلن و، چې بندیز پرې ولګېد او اوس یې عمر ۳۰ کاله دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.