په سېنټ وینسي سیمه کې لس اوریز کرکټ لیګ پېلېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

یاران سپورټس
د ویسټ انډیز په ګاونډ کې د سېنټ وینسي په نامه ټاپو کې لس اوریز کرکټ لیګ د مې په ۲۲ مه نېټه پېلېږي او د مې تر ۳۱ مې نېټې پورې دوام کوي.
په دغه لیګ کې شپږ لوبډلې شاملې دي، چې عبارت دي له ګرېناډینز ډایورز، سالټ پونډز برېکرز، لا سوفریئر هېکرز، ډارک ویوو ایکسپلورر، فورټ چارلاټ سټرایکرز او بوټانېک کارډینز رېنجرز څخه.
د دغو لوبو لپاره بولۍ ترسره شوې او شاوخوا ۷۲ سیمه‌ییز او د ویسټ انډیز لوبغاړي پکې اخیستل شوي دي.
دا لوبې لس ورځې دوام کوي او ۳۰ لوبې پکې ترسره کېږي.
دا په نړۍ کې درېیم لس اوریز سوداګریز لیګ دی چې امریکا کې تاسیس کېږي.
۲۰۱۷م کې لس اوریز کرکټ په عربي متحده اماراتو کې د یاد هېواد کرکټ بورډ لخوا رامنځته شو، چې د ټي ټېن لیګ په نامه لوبې یې ایجاد کړې.
ورپسې په ۲۰۲۰م مې په ۷ مه نېټه په تایوان کې لس اوریز کرکټ لیګ تاسیس شو، د مې په ۱۷ مه نېټه پای ته ورسېد، دغه د تایپي ټي ټېن لیګ په نامه ترسره شو او ۸ لوبډلې پکې ولوبېدې.
اوس د امریکا په سېنټ وینسي سیمه کې لس اوریز کرکټ لیګ د مې په ۲۲ مه نېټه پیلېږي.
مارکي او قیمتي لوبغاړي پکې ویسټ انډیزی الراونډر کېسرېک ویلیمس، اوبېډ مکای او سونېل امبرېس دي.
په یاد لیګ کې د ویسټ انډیز او وېنسېنټ سیمې ډېری لوبغاړي برخوال دي، خو ډېر لوبغاړي له سیمې څخه دي او د نورې نړۍ لوبغاړي پکې نه تر سترګو کېږي.
اوس مهال په نړۍ کې د کرونا ویروس څپه ده او ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبې ځنډېدلي دي، خو یوازې وېنسېنټ او ګرېناډیئنز سیمه ده، چې لوبې به پکې ترسره شي.
د کرونا ویروس له امله شاوخوا ۴۰ سیریزونه تر دې دمه لغوه شوي، د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې په نیمه پایلوبو کې ختمې شوې او د آی پي اېل د ترسراوي په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.