یاران سپورټس
د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې دوی پلان لري چې په جولای میاشت کې له انګلستان سره ټېسټ او شل اوریزې لوبې وکړي.
د پاکستان کرکټ لوبډله په پام کې لري، چې په جولای میاشت کې انګلستان کې له انګلستانۍ لوبډلې سره درې ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
خو د انګلستان کرکټ بورډ خپل ټول لوبغاړي له تمریناتو منع کړي دي او په کورونو کې کرنټین دي.
اوس د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د اصولو له مخې دوی دغه سفر ته چمتو دي او له انګلستان هم هیله لري، چې لوبو ته خوشبیني وښیي، چې د شپږ لوبو لرونکې لوبلړۍ په بریالۍ توګه جولای میاشت کې ترسره شي.
برېتانیا اوسمهال د کرونا ویروس پېښو کې د نړۍ په کچه څلورم هېواد دی، چې ۲ لکه او ۴۰ زره شاوخوا پېښې پکې ثبت دي.
انګلستان کې لا هم حالات نه دي عادي شوي او د روغتیا نړیوال سازمان اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، که محدودیتونه نرم کړي، ښایي ژمي کې د کرونا ویروس نوې څپې سره مخ شي.
نو ډېره پورې امکانات شته، چې د انګلستان کرکټ بورډ له پاکستان سره سیریز وځنډوي او یا یې هم له منځه یوسي.
د انګلستان کرکټ بورډ ټولو لوبغاړو ته امر کړی، چې خپل تمرینات هم د یو څه وخت لپاره وځنډوي او په کورونوکې پاتې شي.
له دې وړاندې هم د انګلستان کرکټ بورډ سریلانکاته خپل سفر لغوه کړی دی او هم ویسټ انډیز په پام کې لري، چې د جولای په لومړیو کې د درې ټېسټ لوبو لپاره انګلستان ته ولاړ شي.
خو د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي، چې دوی هم انګلستان ته تر سفر مخکې خپل لوبغاړي د ۱۴ ورځو لپاره کرنټین کوي.