کریم جنت په دوهمه تمریناتي لوبه کي د افغان لوبډلي لپاره ۴ ویکیټي واخیستې!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د اصغر ورور کریم جنت په دوهمه تمریناتي لوبه کي د افغان لوبډلي لپاره ۴ ویکیټي واخیستې!
د ایرلینډ په وړاندي د ښه چمتوالي په موخه پرون دوشنبه افغان کرکیټ ملي لوبډلي د هندوستان ار پي سېنګ کرکیټ کلب په وړاندي لوبه ترسره کړه، چي افغان ټيم هغې لوبډلي ته د ۱۰۲ منډو په توپير سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه ټاس افغانستان وګاټه او خپله ئې د توپوهني پرېکړه وکړه. افغان لوبډلي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي سیالي لوبډلي ته د ۱۹۶ منډو هدف وټاکه.
راشدخان ۳۸ ناسوځېدلي، محمد نبي ۳۶، اصغر افغان ۲۸ او سمیع شینواري او رحمن الله ګربز بیا ۲۵ـ ۲۵ منډي جوړي کړې.

کله چي د ار پي سېنګ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو یوازي ئې ۹۴ منډي جوړي کړې او له افغانستانه ئې په ۱۰۲ منډو توپير سخته ماته وخوړه.
د افغان لوبډلي لپاره کریم جنت ۴، محمدنبي عیسی خیل او ګلبدین نایب ۲-۲ او قیس احمد یوه ویکټ ترلاسه کړه.
پر کریم جنت ځکه زیاتره افغان مینوال نیوکه کوي، چي د ملي لوبډلي د لوبډلمشر اصغر افغان ورور دئ، خو کریم جنت هر وخت د ملي لوبډلي لپاره د توپ اچوني او توپوهني په دواړو برخو کي خپلي وړتیاوي ښوودلي دي.

افغان لوبډلي تر دې مخکي په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کي د ډهلي لوبډلي ته ماته ورکړې وه.
د دې تمریناتي سیالیو موخه دا ده، تر څو افغان لوبډله د ایرلینډ په وړاندي راتلونکو درو شل آوریزه سیالیو ته پوره چمتوالی ونیسي.
ټاکل سوې افغانستان او ایرلینډ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د راتلونکي جمعې په ورځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيل کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.