راهول ډراوېډ باید د هندي لوبغاړو د ژر ژر ټپي کېدو ذمه واري واخلي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې یا بي سي سي آې ویلي، چې د هندوستان پخوانی کرکټ لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر راهول ډراوېډ باید د لوبغاړو د ژر ژر ټپي کېدو او ان فېټ کېدو ځواب ووایي.
د هندوستان د کرکټ لوبډلې ډېری لوبغاړی اوسمهال د فېټنېس برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
هارډېک پانډیا، کی ایل راهول، اېشنټ شرما، بونېشور کومار او ځینې نور مهم لوبغاړي د ناسمې روغتیا له امله له سیالیو بهر دي.
دا چې راهول ډراوېډ د هندوستان ملي کرکټ اکاډمۍ یا این سي ای مشري کوي او پکار ده، چې د مېن یا مهمو لوبغاړو روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي.
تازه د هندوستان کرکټ بورډ ویلي چې راهول ډراوېډ باید په بشپړه توګه د دې ذمه واري واخلي او د لوبغاړو ته پام وکړي.
د یاد هېواد د کرکټ بورډ مسوولین وایي چې د نیوزیلېنډ خلاف ټېسټ لوبو کې د دوی ستونزه لا زیاته شوه او خطر شته چې د راتلونکو لوبو پرمهال د دوی لا زیات لوبغاړي روغتیایي ستونزو سره مخ شي.
د هندوستان کرکټ بورډ دا خبره په داسې حال کې کوي، چې د هندوستان کرکټ لوبډلې د نیوزیلېنډ خلاف د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لړۍ وبایللې او هندۍ لوبډله وایټ واش شوه.
په دواړو ټېسټ لوبو کې هندوستان سترې ماتې وخوړې، یوه لوبه کې یې نیوزیلېنډ ته ۹ منډې هدف ورکړی و، چې نیوزیلېنډ په اوپننګ پوره کړ او هندوستان ته یې په لس وېکټو ماته ورکړه.
دویمه ټېسټ لوبه هم د مارچ په ۲ مه نېټه پای ته ورسېده، چې دا لوبه هم نیوزیلېنډ په ۷ وېکټو وګټله.
له ټېسټ لوبو وړاندې د د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ هم نیوزیلېنډ درې د صفر پر وړاندې وګټله.
نو له دغو ماتو وروسته د هندوستان کرکټ بورډ د انتقاد په خاطر خوله پرانیسته چې پر ډګر یې دوه سیریزونو کې ماتې وخوړې.
له ماتو وروسته انتقادونه معمول دي
کله چې یوه لوبډله ډېرې لوبې ګټي او رول یې مثبت وي، هېڅوک هم په رهبرۍ او نورو برخو انتقاد نه کوي، خو د ماتو په صورت کې بیا لوبغاړي د ځان سپین ثابتولو په خاطر په نورو برخو کې یا په فېټنېس، ډاکټر، روزونکي او نورو برخو انتقادونه زیات کوي.
د ۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریزجام سیمي فاینل یا نیمه پایلوبه کې د هند لوبډله د نیوزیلېنډ خلاف ماته شوه او له جام څخه د هند لوبډله بهر شوه،چې له دې وروسته ایم ایس ډوني ګرم یا پړ وبلل شو او بالاخره ډوني له لوبډلې هم جلا کړل شو.
د هند کرکټ بورډ او لوبغاړو وویل، چې ډوني په منځنۍ برخه کې د هیټر رول ادا نه کړای شو او لوبه یې په بري پای ته ونه رسوله.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.