که مو یاد شي د ۲۰۱۹م د فبروري په ۲۳ مه افغانستان او ایرلېنډ درې شل اوریزې لوبې درلودلې، چې د هغو لوبو په اوږدو کې ښکلي ریکارډونه د افغانستان په نامه شول.
سږ کال درې شل اوریزو لوبو کې هم له دوو اوپنرانو تمې دي، چې ښایي یو ځل بیا افغان لوبغاړي د ایرلېنډ خلاف لوبو کې ریکارډ جوړ کړي.
افغان کرکټ بورډ د فبروري میاشتې په اوږدو کې د ایرلېنډ خلاف درې شل اوریزو لوبوته ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ، چې پکې ریکارډي توپ وهونکی حضرت الله ځاځی او عثمان غني هم په دغه نوملړ کې شامل دي.
د ۲۰۱۹م د فبروري په ۲۳ مه حضرت الله ځاځي ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې کړې وې او عثمان غني ۷۳ منډې وکړې.
ځاځي ۶۸ توپونه لوبولي وو، چې ۱۶ یې شپږیزې او ۱۱ یې څلوریزې وهلې وې او عثمان غني ۴۸ توپونه لوبولي وو، چې ۳ شپږیزې او ۷ یې څلوریزې وهلې وې.
حضرت الله ځاځي د شل اوریزو لوبو په لړ کې دویم لوبغاړی شو، چې ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې تر اسټرالیایي اېرون فېنچ د زِمبابوې خلاف لوبه کې ۱۷۲ منډې کړې وې.
افغان لوبډلې په همدغې لوبه کې د ۲۷۸ منډو هدف وړاندې کړ، چې په شل اوریزو لوبو کې اول لوړ ټارګېټ دی.
په لومړۍ وېکټ ۲۳۵ منډې ملګرتیا یو بل ستر ریکارډ و، چې عثمان غني او حضرت الله ځاځي کړې وه.
اوس یو ځل بیا همدغه دوه اوپنران په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شته او ځلیدلو ته یې هیلې ډېرې دي.
دا لوبې د افغانستان لپاره ځکه مهمې دي، چې افغان لوبډله بشپړ غړېتوب لرونکې لوبډله ده او ایرلېنډ لا هم شل اوریزو لوبو کې بشپړ غړیتوب نه لري.
که ایرلېنډ له افغانستان به لوړ توپیر لوبې وګټي، نو افغانستان ته صدمه رسېږي او درجه بندۍ کې پرې منفي اغېز لرلی شي.
که ایرلېنډ له افغانستان لوبې وګټي، نو افغانستان د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له اووم مقام څخه اتم ته غورځولی شي.
په افغان لوبډله کې د رحمان الله ګربز او ځینو نورو لوبغاړو شتون هم دې لوبډلې ته هیلې ورکولای شي.
مجیب الرحمن، نجیب الله ځدران، محمدنبي عیسی خېل هم مېن یا غوره لوبغاړي دي او کولای شي چې لوبډله تر بري ورسوي.
خو کله چې هم توپ وهنه له اوپننګ ښه مخته ولاړه شي، نو منځني او وروستي توپ وهونکي کولای شي، ښه او ډاډه توپ وهنه وکړي او مقابلې لوبډلې ته ستر ټارګېټ ورکړي.
خو که د ځاځي فوم لکه د نړیوال جام په څېر وي، نو ستونزه به اوپننګ کې زیاته وي.
ځاځي د ۲۰۱۹م په وروستیو ښه توپ وهنه نندارې ته نه ده وړاندې او د بنګله دېش سوداګریز لیګ پرمهال هم چندان ښه ونه ځلېد، نو تمه ده چې ځاځی د ایرلېنډ لوبو کې ښه توپ وهنه وکړي او فوم کې وي.