![د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2024/05/Untitled-10-678x381.jpeg)
تمه وه چې سویلي افریقا کرکټ لوبډله پاکستان ته د درې شل اوریزو لوبو لپاره د مارچ میاشتې په اوږد کې سفر وکړي او راولپېنډۍ کې به درې شل اوریزې لوبې وکړي، خو دا سفر د سویلي افریقا کرکټ بورډ وځنډاوه.
اوس د سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي، چې د زیاتو لوبو له امله نشي کولای، چې د مارچ په ۲۲ مه خپل سفر تنظیم کړي.
ویل کېدل چې دواړه لوبډلې به د مارچ له ۲۲ مې تر ۲۹ مې نېټې درې شل اوریزې لوبې پاکستان کې وکړي.
د افریقا کرکټ بورډ وایي، چې د دوی په لوبغاړو لوبیز فشار زیات دی او دا سفر به یوه اونۍ ځنډوي.
د افریقا کرکټ بورډ چې د لوبو د ځنډولو کومه خبره کړې، دا خبره د پاکستان کرکټ بورډ هم تایید کړې ده.
افریقا، هند ته هم د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر لري او بل پلو د مارچ میاشتې په ۲۰ مه د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ پېلېږي.
ښایي ظاهرا دواړو لوبډلو د همدغو بوختیاوو له امله لوبې ځنډولي وي؛ خو بل پلو زیاتره لوبډلې پاکستان ته د امنیتي وضعیت د ناسم والي له امله هم زړه نه ښه کوي، چې پاکستان ته سفر راوکړي.
په تېرو لسو کلونو کې د ګوتو په شمار اسیایي او د نورو وچو لوبډلو پاکستان ته زړه نا زړه سفرونه کړي دي.
سریلانکا د ۲۰۱۹م په وروستیو کې سفر کړی و، چې شل اوریزې لوبې یې له پاکستان څخه وګټلې، ورپسې ټېسټ لوبې د ۲۰۲۰م په جنوري میاشت کې د سریلانکا او پاکستان ترمنځ ټېسټ لوبې هم وشوې.
د ۲۰۲۰م په جنوري میاشت کې د پاکستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ درې ټېسټ لوبې وشوې.
دا ځل د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د پي ایس ایل یا پاکستان سوپرکرکټ لیګ ټولې ۳۴ لوبې به د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارکې ترسره کېږي.
اوس د کرکټ نړیواله شورا هم په دې لټه کې ده، چې د ۲۰۲۰م کال اسیا جام هم پاکستان کې ترسره کړي، خو هندوستان سر له اوسه پاکستان کې د دغه جام ترسره کولو مخالفت کړی دی.