د اسټرالیا له اورځپلو سره مرستې د راټولولو لپاره خیریه لوبې لوبډلې په ډاګه شوې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د اسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د اورځپلو کورنیو لپاره د بسپنې راټولولو لوبه د فبروري په ۹ مه د یکشنبې پر ورځ ترسره کېږي.
تمه وه چې دغه لوبه د شنبې په ورځ ترسره شي، خو په سېډني او ځینو نورو سیمو کې دروند اورښت شوی او لوبه له شنبې، یکشنبې ته وځنډېده.
په دې لوبه کې دواړو لوبډلو کې پخواني رېټایر او نور لوبغاړي شامل دي.
د اسټرالیا پخواني تقاعد شوي لوبغاړي ریکي پونټېنګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې زه په درېیم مقام توپ وهنې ته راځم او په نېټ یا جال کې یې د تمرین پرمهال انځور هم اخیستی دی او برېن لارا په څلورم نمبر توپ وهنه کوي.
شېن وارن بیا په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دی په دې لوبه کې ځکه نشي لوبېدلی، چې په سویلي افریقا کې دی او له هغه ځایه د الوتکو پروازونه وختي نشته او ښایي چې ونه رسېږم.
د لوبډلو نوملړونه یا سکواډونه
د اسټرالیا د کرکټ بورډ په وینا دا خیریه لوبه په ډېری انټرنېټي او تلویزیوني شبکو په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي.
د ریکي پونټېنګ لوبډله
متیو هایډن، جسټېن لېنګر، ریکي پونټېنګ لوبډلمشر، ښځینه لوبغاړي ایلایس ویلاني، برېن لارا، فوبي لېچ فیلډ، براډ هېډېن وېکټ ساتونکی، برېټلي، وسیم اکرم، ډان کرېسټین، لوک هاج او روزونکی یې سچېن ټېنډولکر ټاکل شوی دی.

د اډم ګېل کرېسټ لوبډله
اډم ګېل کرېسټ لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی، شېن واټسن، برېډ هاج، یوراج سېنګ، الېکس بلېک وېل، انډریو سېمونډز، کورټني والش، نېک ریوولټ، پېټرسېډل، فواد احم او روزونکی یې ټېم پېن ټاکل شوی دی.
د دې لوبې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې شل اوریزه ده، یو ورځنۍ او که ټېسټ.
د شنبې په ورځ د فبروري په اتمه د بېګ باش لیګ پایلوبه هم ترسره کېږي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.