ليکنه:عصمت الله صالح
د ښوونیزو چارو کارپوهان وايي، هغه ماشومان چې له ښوونځي وړاندې له کتاب سره ټینګه اړیکه لري، د زدهکړو په بهیر کې به ډېر بریالي وي او په لویوالي کې به یې هم له کتاب او قلم سره مینه وي.
خو د داسې ماشوم روزل هم ساده خبره نه ده چې له کتاب سره مینه ولري.
که له لارو چارو یې ګټه وانخلئ، نو ماشوم به مو په بېګټو لوبو روږدی شي.
پوهېږو چې په هغو زرګونو کتابونو کې ګټور انتخاب آسانه نه دی چې ستاسو په مخکې پراته وي او یا یې نومونه د خپرندویې ټولنې لخوا د یوه کتاب پر پښتۍ لیکل شوي وي.
له زیږېدو څخه تر دوه کلنۍ:
– تر کلمو له عکسونو سره ډېره مینه لري؛
– د کیسې تر اورېدو دا غوره ګڼي چې له کتاب سره د لوبو د یوې وسیلې په توګه ځان بوخت کړي؛
– د انسانانو او حیواناتو رنګه عکسونه د څو شېبو لپاره د دوی توجه جلبولای شي؛
– د دې پر ځای چې په خپل کار پوه شي، د مطالعې پرمهال د مور او پلار پېښې کوي.
له کلمو سره لوبې وکړئ:
دا انتظار مه کوئ چې ماشومان په ټولو حواسو ستاسو د کیسې پای واوري.
ماشومان مو د یو کلنۍ په اوږدو کې تر کیسو له عکسونو سره ډېره مینه لري.
نو هغه کتابونه ورته ډالۍ کړئ چې لوی عکسونه پکې په یوه یا څو کلمو تشریح شوي وي.
د یوه کال په تېرېدو د دوی علاقه له کیسې اورېدو سره هم زیاتېږي.
په دې دلیل به نو له دوه کلنۍ مخکې هغه کتابونه ولوستلای شي چې شعرونه، او له هر عکس سره دوه یا درې بیتونه پکې لیکل شوي وي.
خو دا مه هېروئ چې که په دې دوره کې یو عکس او یا د جملې لومړی توری هم ولولي او یا یې د کتاب شکل خوښ نه وي، نو شعرونو ته یې هم زیات پام نه کوي.
په کاغذي کتابونو پسې مه ګرځئ:
ښه ده چې تر یو کلنۍ مخکې مو ماشومانو ته ناکاغذي کتابونه ورکړئ چې لوبې پرې وکړي او له کتابونو سره یې مینه پيدا شي.
له کاغذي کتابونو سره د لوبو پرمهال یې ممکن لاسونه زخمي شي او یا له کتابه کرکه وکړي.
د دې کتابونو له لوستلو مخکې ماشومان پلاستیکي پاڼې ډېرې ژر اړولای شي چې په دې دلیل د لږ وخت په تېرېدو له کتاب سره ډېر وخت تېرولای شي.
کتاب په لاس کې ولرئ:
دا انتظار مه کوئ چې ماشوم به مو له دوه کلنۍ مخکې له کتاب او مطالعې سره مینه پیدا کړي.
هغوی پر دې عمر کې ډېر ستاسو تقلید کوي، کله چې ستاسو په لاسونو کې کتاب وویني، نو هڅه کوي چې ستاسو غوندې عمل وکړي.
نو که خوښوئ چې ماشومان مو په راتلونکي کې کتابلوستونکي شي، له همدې لومړۍ ورځې ورته د کتاب ارزښت په خبرو کې نه، بلکې د خپلو کړنو په وسیله وښایاست او له کتاب سره یې په وخت تېرولو روږدي کړئ.
حدود مه ټاکئ:
د مطالعې لپاره قانون او اصول مه چیندئ او د کتاب لوستلو لپاره ځانګړی وخت مه ټاکئ.
سهار، ماسپښین یا ماښام، مهم نه دي او یو یا دوه کتابه اهمیت نه لري، بلکې د مطالعې لپاره مناسب وخت هغه دی چې ماشومان مو ستاسو له تېز لوستلو سره علاقه ولري او ماشوم ته مو په یوه ځل دومره کتاب ووایاست چې هغه یې غواړي.
ماشومان مو هېڅکله د کیسې لوستلو ته مه مجبورئ، کله چې مو ولیدل چې زیاتي خوند نه ورکوي، نو کتاب لوستل بس کړئ.
څه ولولم؟:
د یو کلنۍ تر پایه کتاب لوستل ماشومانو ته دومره خوندور نه وي، لکه تاسو ته چې ګټور دي.
په دې ورځو کې په ډېرو درملتونونو کې هغه کتابونه پیدا کولی شئ چې وروسته له زیږېدو مو د ماشومانو لپاره ګټور تمامېدای شي او ستاسو غوندې میندو مروجې پوښتنې ځوابولی شي.
په دې ورځو کې پلاستیکي کتابونه ښايي ستاسو د ماشومانو لپاره د لوبو ښه وسیله شي، او د دوه کلنۍ تر پایه یې د لنډو آهنګینو کتابونو د لوستلو په وسیله له شعر، موسیقۍ او ادبیاتو سره آشنا کولای شئ.