پراوين ټمبي
پراوین ټمبی هندوستان لوبغاړی دی، چې شا او خوا ۴۴ کاله عمر لري ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل لپاره بولي کې د کلکتې لوبډلې اخېستی دی.
برېډ هاج
اسټرالیا لېګ برېک چېنا مېن بالر دی، هغه په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د اسټرالیا لپاره له کرکټ څخه استعفا وکړه؛ خو په بېګ باش لیګ کې تر لوبېدو وروسته یو ځل په ۲۰۱۱ م کال کې د اسټرالیا په لوبډله کې ولوبېد او د هغه ښې توپ اچونې نوموړی ۲۰۱۲ م کال، آې پي ایل سیالیو کې ورداخل کړ او کلکتې لوبډلې د ۴۱ کلنۍ په عمر پېرلی و.
موتیا مورالي درن
مورالي تارن د سریلانکا سپېن بالر و، دی په ۲۰۱۱ م کال آې پي ایل کې ۴۲ کلن و او چینای سوپر کېنګز لوبډلې پېرلی او لوبولی و.
شېن وارن
اسټرالیایي لېګ برېک بالر دی، چې ۲۰۰۸ م کال کې ۴۱ کلن و، چې راجستان رایلز لوبډلې پېرلی و او په دغه کال بیا راجستان لوبډلې اتلولي هم ګټلې وه.
شېن وارن په همدغې لوبه کې د روهېټ شرما وېکټ اخېستې وه او دا یې وروستی آې پي ایل و.
اډم ګېل کرېسټ
اډم ګېل کرېسټ اسټرالیایي کیڼ لاسی چټک توپ وهونکی و، دی په ۲۰۱۳ م کال کې ۴۱ کلن و، چې کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې وپېره او کارکرده ګي په زاړه عمر د ستایلو وه.
د کرېک ټرېکر وېب پاڼه وایي، چې دا لوبغاړي د آې پي ایل تاریخ کې د پاخه عمر لوبغاړي دي، چې لوبډلو لوبولي دي.