ایرلېنډ د افغانستان  پر وړاندې سیریز لغوه کړ!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د ایرلېنډ کرکټ بورډ اعلان کړی، چې له افغان لوبډلې سره د ۲۰۲۰ م کال مارچ میاشت کې په خپل کوربتوب سیریز نه کوي، د نوموړي هېواد د کرکټ بورډ مشر ډیوټروم ویلي چې بورډ ته مالي ستونزې پېښې او له همدې امله افغانستان سره لوبې نشي کولای.
تمه وه چې افغان لوبډله به د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې د ایرلېنډ په کوربتوب له ایرلېنډ سره شل اوریزې، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې وکړي؛ خو اوس د کوربه هېواد کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دا سیریز او لوبلړۍ د مالي ستونزو له امله نشي ترسره کولای.
دې هېواد ویلي چې له بنګله دېش سره هم ټېسټ او شل اوریزې لوبې نه کوي.
ایرلېنډ له ۲۰۱۷ م کال څخه چې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب یې اخېستی، درې ټېسټ لوبې کړي، چې درې واړه یې بایللي دي.
اوس مهال ایرلېنډ ویلي چې افغانستانه سره د مالي ستونزو له امله پنځه شل اوریزې لوبې نشي کولای.

د ایرلېنډ د کرکټ بورډ چارواکو ویلي « مونږ په دې فخر کوو، چې په ټېسټ لوبو کې مو بشپړ غړیتوب واخېست، اوس په ټېسټ لوبو کې یوولسم ځای لرو».
د ایرلېنډ د کرکټ بورډ په وېنا دوی لوبو کولو لپاره مالي ثبات ته اړتیا لري او دوی به د دې لپاره له پانګوالو سره وغږېږي.
د یاد هېواد د کرکټ بورډ چارواکو ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا زمونږ ملاتړ کړی؛ خو اوس مهال د ایرلېنډ کرکټ بورډ له جدي مالي ستونزو سره مخ دی او دې چارې زمونږ لوبغاړي اندېښمن کړي دي.
دا یواځې ایرلېنډ نه دی، چې کرکټ بورډ یې له مالي ستونزو سره مخ کېږي او لوبې لغوه کوي؛ بلکې په اکټوبر میاشت کې د زِمبابوې کرکټ بورډ د مالي ستونزو له امله لوبې پرېښودې؛ د کرکټ نړیوالې شورا هم په دې هېواد د مالي امکاناتو د نشتون له امله بندیز لګېدلی و؛ د افغانستان، بنګله دېش او زِمبابوې ترمنځ درې اړخیز سیریز کې زِمبابوې لرې کړل شوې وه؛ خو وروسته بیا د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې زِمبابوې کولای سي په دې سیریز کې ولوبېږي.
زِمبابوې په هغه سیریز کې ولوبېده او کارکرده ګي یې هم په زړه پورې وه.