ليکنه: مدثر دعوت
د سويلي افرايقا مزانسي سوپر ليګ د پارل راکس لوبډلي په اتلولۍ پايته ورسيدی .
په پايلوبه کي پارل راکس او تشواني سپارټانز لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه پارل راکس وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
تشواني سپارټانز لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۴۸ منډي هدف وټاکی.
اې بي ډيولرز ۵۱، ایلګار ۲۲ او کلاسين ۲۱ منډي وکړې.
د پارل راکس لپاره تبريز شمسي او ادانا دوې دوې ويکټي او منګرو يوه ويکټه واخيسته.
پارل راکس د ګټلو په نيت د ۱۴۸ منډو هدف تعقيب کړ.
ډيويس ۷۷،پيټريوس ۴۳ او ډيلپور ۱۸ منډي وکړې او په ۱۵م اوور کي يې ځان هدف ته ورسوی.
د سپارټانز لپاره مناک او ويسي يوه يوه ويکټه واخيسته.
پارل راکس په ۸ ويکټو تشواني سپارټانز لوبډلي ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ز کال مزانسي سوپرليګ د اتلولۍ جام يې پورته کړ.
د پايلوبي غوره لوبغاړی هينري ډيويس وټاکل سو.
مزانسي سوپرليګ د نومبر په اتمه نيټه پيل او د ډسمبر په ۱۶مه پايته ورسيدی.