رحمان الله ګربز په بي پي ایل کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د بنګله دېش اووم پړاو سوداګریز کرکټ لیګ، چې د چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شو، پکې اته افغان لوبغاړي اخېستل شوي دي.
د دغو لوبغاړو په منځ کې رحمان الله ګربز، چې له کولنا ټایګرز لوبډلې سره لوبېږي، د جمعې په شپه د ډېسمبر په ۱۲ مه نېټه چټکه نیمه سلیزه ووهله او د بي پي ایل لوبو په تاریخ کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود.
ګربز په ۱۸ توپونو د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته پوره ۵۰ منډې وکړې او بیا کېچ اوټ شو.
تر دې دمه په بي پي ایل کې دا تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ده.
رحمان الله ګربز له نجم الحُسېن شنټو سره اوپننګ ته راښکته شو، چې شنټو ترې په ۴ منډو وسوځېد او رحمان الله ګربز بیا په دویمه وېکټ د سویلي افریقا له کیڼ لاسي توپ وهونکي ریلي روسوو سره تقریبا په ۶ اورونوکې ۷۴ منډې ملګرتیا وکړه.
ګربز له ریاد ایمرېت څخه په یوه اوور کې د روسوو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۸ منډې واخېستې، له دې وروسته یې د مُختارعلي څخه هم شل منډې واخېستې او د مختار علي د اوور په وروستي توپ کېچ شو.
دا په یو بهرني کرکټ لیګ کې د رحمان الله ګربز لومړۍ لوبه او لومړی ریکارډ یې جوړ کړ.

کله چې رحمان الله ګربز د لوبغالي په هر لوري شاټونه وهل؛ نو د کولنا ټایګرز لوبډلې ټولو مینوالو او د لوبغالي شا او خوا ناستو کسانو ورته چکچکې وهلې او خولې یې له خنداوو ډکې وې.
د کولنا لوبډلې لپاره ریلي روسوو په ۳۳ توپونو نیمه سلیزه ووهله او په ۶۴ منډو ناټ اوټ پاتې شو.
د لوبې غوره لوبغاړی ریلي روسوو وټاکل شو.
له دې وړاندې ماسپښینۍ لوبه کې حضرت الله ځاځي د راج شاهي رویالز لوبډلې لپاره په ۴۷ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۳ یې شپږیزې او ۵ یې څلوریزې ووهلې، ځاځي دې درېیمه لوبه په ۹ وېکټو وګټله.
نن ورځ هم دوه لوبې کېږي، چې راج شاهي د سېلهېټ تندر پر وړاندې غرمه دولس نیمې بجې، په راج شاهي کې حضرت الله ځاځي او سېلهېټ تندر کې بیا نوین الحق او شفق اخېستل شوي دي.
ماښام پنځه نیمې بجې ډاکه پلاټون د مجیب الرحمن دې پر وړاندې لوبه کوي.