ګریم سمېت د افریقا د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د جنوبي افریقا د لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او کیڼ لاسی توپ وهونکی ګرېم سمېت د سویلي افریقا د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو.
د یاد هېواد د کرکټ بورډ ادارې ویلي چې سمېت به د پخواني مشر تبنګ مورو پرځای دنده مخته وړي.
ګرېم سمېت به د ۲۰۲۰ م کال د مارچ تر میاشتې پورې د لوبډلې سره د مشر په توګه مل وي.
تبنګ مورو څو ورځې وړاندې په لوبډله کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو او اقتصادي بحران د ایجادولو په تور له دندې لرې کړل شو.
د سویلي افریقا د کرکټ بورډ نورو چارواکو ویلي، چې له سمېت سره به د سویلي افریقا د لوبډلې هیلې راژوندۍ شي او بُحران به له منځه ولاړ شي.
د افریقا د کرکټ بورډ پخوانی مشر تبنګ مورو په داسې حال کې د تورونو په پایله کې له دندې لرې شو، چې د افریقا لوبډله اوس وخت په خورا لویدلي حالت کې ده، دې لوبډلې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې په ۹ لوبوکې ۳ لوبې وګټلې، پنځه یې وبایللې او یوه لوبه یې د اورښت له امله بې پایلې شوه.

له دې وروسته د دې لوبډلې فوم او کارکرده ګي د زوال پر خوا روانه وه، له نړیوال جام رواروسته یې په سیریزونو کې هم چندانې مزه نه وه او همدا ستونزې د دې سبب شوې، چې د افریقا عوامو په کرکټ بورډ اعتراضونه وکړل او د لوبډلې د ښه حالت د جبران غوښتونکي شول.
په تېر کې د سویلي افریقا د کرکټ بورډ د ټولنیزو لوبو مسئول ټوني ایرېش ویلي وو، چې د مورو تبنګ درغلۍ افریقایي لوبډله له بحران سره مخ کړې وه او دا به وخت ته اړتیا ولري چې لوبډله بېرته خپل پخواني حالت ته راوګرځي.
ګرېم سمېت د افریقا لپاره په ۱۰۸ یو ورځنیو او ۱۱۶ ټېسټ لوبوکې لوبډلمشر و.