ليکنه: سميع الله درانی
د هندوستان وتلی توپ وهونکی او اوسنی لوبډلمشر د نړۍ په کرکټ لوبغاړو کې یوه نامتو څېره بلل کېږي.
هغه د سټایلي لوبې ترڅنګ په تخنیکي لوبه کې هم ستر نوم لري او وخت ناوخت یې کور ډرایف، پول، فلېک او ټایمېنګ شاټونه بالر نهیلي کوي، خو د خپلو مینوالو پر شونډو مُسکا خپروي.
کولي په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی او اوس غواړي چې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هم لومړی مقام واخلي او د نړۍ په کچه کرکټ کې یو ستر ریکارډ جوړ کړي.
که چېرته ویرات کولي په شل اوریزو لوبو کې پاکستانی بابراعظم له لومړي مقام وغورځوي، دا به لومړی ځل وي، چې د هندوستان یو توپ وهونکی د درې واړو فارمټونو په درجه بندۍ پاچاهي کوي او ریکارډ جوړوي.
د هندۍ کرکټ لوبډلې اوسني لوبډلمشر د ډېسمبر په ۵ مه نېټه په ټېسټ لوبو کې اسټرالیایي سټیف سمېت شاته کړ او لومړی مقام یې ترې ونیو.
کولي تر سمېت ۵ نومرې مخکې شو.
د ټېسټ لوبو پنځه اوسني مخکښ توپ وهونکي
ویرات کولي اوسمهال په ټېسټ لوبو کې ۹۲۸ نومرې لري او له اسټرالیایي سمېت څخه مخکې شو، سمېت له ډېرې اوږدې مودې راهیسې په ټېسټ لوبو درجه بندۍ پاچاهي وکړه.
اسټرالیایي سمېت اوس په ټېسټ لوبو کې دویم مقام ته لوېدلی دی؛ دریم ځای بیا د نیوزیلېنډي
کېن ویلیمسن دی، کین ویلیمسن په ټېسټ لوبو کې ۸۷۷ نومرې اخېستي او پنځم ځای بیا اسټرالیایي اوپنر توپ وهونکي ډېوېډ وارنر تر لاسه کړی دی، هغه ۷۶۴ نومرې ترلاسه کړي دي.
یو ورځنۍ لوبې او پنځه مخکښ توپ وهونکي یې
په یو ورځنیو لوبو کې ویرات کولي ۸۹۵ نومرې خپلې کړي دي او لومړي مقام کې دی، هندوستاني اوپنر توپ وهونکي روهېټ شرما بیا ۸۶۳ نومرې اخېستي، دویم نمبر توپ وهونکی دی، بابراعظم ۸۳۴ نومرې لري، دریم ځای یې نیولی دی، فرانکایس ډوپلېسس ۸۲۰ نومرې ترلاسه کړي، څلورم ځای یې نیولی او پنځم ځای بیا نیوزیلېنډي راس ټایلر خپل کړی او ۸۱۷ نومرې لري.
د شل اوریزو لوبو درجه بندي او پنځه مخکښ لوبغاړي یې
پاکستانی بابر اعظم په شل اوریزو لوبو کې اول نمبر توپ وهونکی دی، ۸۷۹ نومرې لري، دویم نمبر توپ وهونکی بیا اېرون فېنچ دی، هغه ۸۱۰ نومرې لري، انګلستانی ډېوېډ مېلن ۷۸۲ نومرې لري دریم ځای یې نیولی دی، څلورم نیوزیلېنډی کولېن منرو دی، هغه ۷۸۰ نومرې اخېستي او ګلېن مکسویل بیا په شل اوریزو لوبو کې پنځم نمبر توپ وهونکی دی، نوموړي ۷۶۶ نومرې اخېستي دي.
افغان کیڼ لاسي توپ وهونکي حضرت الله ځاځي بیا ۶۹۲ نومرې اخېستي او شپږم ځای کې دی.
ویرات کولي اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې پنځلسم نمبر توپ وهونکی دی؛ د ډېسمبر په شپږمه نېټه یې د ویسټ انډیز خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخېسته.
که ویرات کولي په دوو نورو شل اوریزو لوبو کې چې د ډېسمبر په ۸ مه او ۱۱ مه نېټه ترسره کېږي، ښه توپ وهنه وکړي؛ نو لرې نه ده، چې ځان په پنځه غوره توپ وهونکو کې حساب کړي.