د نیوزیلېنډۍ ښځینه لوبډلې الراونډرې سوفي ډیواین د بېګ باش لیګ په پنځم پړاو کې تر ټولو لوبغاړو زیاتې منډې کړي دي او د ټورنمنټ غوره منډې جوړوونکې حساب شوه.
هغې په ۱۴ لوبو کې د سیمې فاینل تر پړاوه پورې ۶۹۹ منډې وکړې او تر نورو توپ وهونکو ښه وځلېده.
ډیواین د سیالیو یا د ټورنمنټ د غوره لوبغاړې جایزه هم واخېسته.
هغه د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره ولوبېده او ۲۸ شپږیزې یې په دې لیګ کې ووهلې.
نوموړې د دغو شپږیزو په وهلو سره د زیاتو شپږیزو جوړوونکې ریکارډ هم جوړ کړ.
سوفي ډیواین په دې لیګ کې ۱۶ وېکټې هم ترلاسه کړې او د نیوزیلېنډ لپآره دویمه لوبغاړې شوه، چې جایزه اخلي، له دې وړاندې نیوزیلېنډۍ امي سټرت وېټ هم په بېګ باش لیګ کې جایزه ترلاسه کړې وه.
د سوفي ډیواین دې لوبډله اډیلایډ سټرایکرز نیمه پایلوبو ته رسېدلې ده، څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته رسېدلي دي، برېسبېن هیټ، پېرت سکارچرز، اډیلایډ سټرایکرز او مېلبورن رېنېګېډز.
د ډېسمبر په اوومه نېټه ۳ ورځې وروسته نیمه پایلوبې کېږي او پایلوبه بیا د ډېسمبر په ۸ مه نېټه کېږي.
د برېسبېن هیټ لوبډلې وېکټ ساتونکې بېت موني بیا په ۱۴ لوبو کې ۶۷۲ منډې کړي دي، چې اوسط یې ۷۴ اعشاریه ۶۶ دی.
بېت موني ۸ نیمه سلیزې وهلي او لا یې هم لوبډله په دویمه نیمه پایلوبه کې له مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره لوبه لري.
ډېني واټ بیا ۴۶۸ منډې کړي، مېګ لنېنګ ۵۳۰ منډې کړي او د څلورو غوره توپ وهونکو په نوملړ کې دوی دواړه هم راغلي دي.
ایلایس پېري بیا ۴۶۹ منډې وکړې او لوبډله یې بهر شوه.
د لیګ زیاتې وېکټې اخېستونکې توپ اچوونکې
بېلېنډا واکارېوا د هوبرټ لوبډلې لپاره شل وېکټې، مولي سټرانو د مېلبورن رېنېګېډز لپاره ۲۰ وېکټې، جېس جوناسېن د برېسبېن هیټ لپاره ۱۹ وېکټې، مېګن سکټ بیا د اډیلایډ لپآره ۱۳ وېکټې او مرېزن کاپ بیا د سېډني سېکسرز لپاره ۱۵ وېکټې ترلاسه کړي دي.