نجيب الله ځدران د محمدشهزاد څخه د ۱۰ اووريز ليګ اتلولي وګټله!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د ۱۰ اووريز ليګ پايلوبه تيره شپه د ډيکن ګلاډياټورز او مراټا عربينز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
د ګلاډياټورز لوبډلي په پايلوبه کي د توقع سره سم توپوهنه ونکړه نو ځکه د مراټا لپاره د جام پورته کولو غوره چانس په لاس ورغی.
FB IMG 1574654107267 نجيب الله ځدران د محمدشهزاد څخه د ۱۰ اووريز ليګ اتلولي وګټله!
په پايلوبه کي ټاس مراټا عربينز لوبډلي وګټی او ډيکن ګلاډياټورز لوبډلي ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
ګلاډياټورز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورنو کي يوازي ۸۸ منډي وکړې.
ترټولو ډير منډي ورته اصف خان ۲۴،راجاپاسکا او محمدشهزاد ۱۴ وکړې.
د مراټا لپاره براوو ۲ ويکټي،میکلنيګن،راجيتا او ملينګا يوه يوه ويکټه واخيسته.
مراټا عربينز لوبډلي د ۸۹ منډو هدف پوره کولو لپاره بريدګره توپوهنه پيل کړه.
والټن ۵۱، لاین ۱۶ او نجيب الله ځدران ۱۲ منډي وکړې.
FB IMG 1574653758157 نجيب الله ځدران د محمدشهزاد څخه د ۱۰ اووريز ليګ اتلولي وګټله!
لوبه په اتم اوور کي د نجيب الله ځدران شپږيزي پايته ورسوله.
د ګلاډياټورز لپاره پټريوس او ظهورخان يوه يوه ويکټه واخيستله.
مراټا عربينز لوبډلي په ۸ ويکټو ډیکن ګلاډياټورز لوبډلي ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ز کال ۱۰ اووريزليګ جام يې پورته کړ.
FB IMG 1574653765300 نجيب الله ځدران د محمدشهزاد څخه د ۱۰ اووريز ليګ اتلولي وګټله!
د پايلوبي د غوره لوبغاړي جايزه والټن ته ورکول سوه چي نيمه سليزه او د رن اوټونو هيټريک يې ترسره کړل.
همدارنګه د ليګ غوره توپوهونکی کريس لين سو.