سمیع الله درانی
افغان لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې پرمختګ کړی دی، افغان لوبډله په ۲۰۱۰ م کال کې له بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره ښکېل شوه.
۲۰۱۰ کال نړیوال شل اوریز جام کې یې په ویسټ انډیز کې ګډون وکړ، لومړۍ لوبه یې هند ته وبایلله او دوهمه لوبه یې سویلي افریقا ته بایللې وه.
له دې وروسته یې په نورو لوبلړیو کې ګډون وکړ، اسیا جام کوالیفای جام یې ولوباوه، اسیا جام کې یې ګډون وکړ او بالاخره ۲۰۱۶ م کال نړیوال شل اوریز جام کې یې ګډون وکړ.
په دغه جام کې یې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه؛ خو ویسټ انډیز بیا وروستیو کې اتلولي هم وګټله.
له دې وروسته افغانستان له زِمبابوې، ایرلېنډ، بنګله دېش او ویسټ انډیز سره لوبلړۍ ترسره کړې.
د افغانستان د ۱۲ شل اوریزو لوبو ګټل
د ۲۰۱۸ م کال د جنوري میاشت راهیسې تر دې دمه افغانستان پنځه لوبلړۍ له څلورو لوبډلو سره کړي دي.
۲۰۱۸ م کال کې افغان لوبډلې له زِمبابوې سره د دوه شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې وګټله.
همدغه ۲۰۱۸ م کال کې افغانستان له بنګله دېش سره د درې شل اوریز لوبو سیریز په بنګله دېش کې وکړ او سیریز یې درې د صفر پر وړاندې وګاټه.
دا پنځه شل اوریزې لوبې وې، چې افغانستان وګټلې.
۲۰۱۸ م کال کې افغانستان له ایرلېنډ سره دوه د شل اوریزو لوبو سیریزونه وکړل، چې یو سیریز کې دوه او بل سیریز کې درې لوبې وې.
دواړه سیریزونه چې ۵ لوبې وې، افغانستان وګټلې او ایرلېنډ ته یې د هر سیریز په لړکې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې.
د ۲۰۱۹ م کال په نومبرمیاشت کې افغانستان له ویسټ انډیز سره په خپل کوربتوب په هندوستان کې درې شل اوریزې لوبې وکړې، چې دوه افغانستان او یوه ویسټ انډیز وګټله.
افغانستان د ۲۰۱۸ م کال راهیسې تر دې دمه ۱۲ شل اوریزې لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
که درې اړخیزسیریز ورسره حساب کړو، چې له زِمبابوې او بنګله دېش سره په بنګله دېش کې ترسره شو، افغان پکې دوه لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې.
وروستۍ لوبه یې د باران له امله بنګله دېش سره بې پایلې شوه؛ خو د درې اړخیز سیریز کپ افغانستان ته ورکړل شو.
د افغانستان یو ورځنیو لوبو ریکارډ
افغان لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال می میاشت راهیسې دولس رسمي او یوه تمریناتي لوبې بایللي دي.
۹ لوبې یې نړیوال جام، درې یې اوس تازه ویسټ انډیز ته وبایللې، چې ټولې ۱۲ رسمي لوبې کېږي.
خو دوه تمریناتي لوبوکې یې یوه له پاکستان وګټله او یوه یې انګلستان ته وبایلله.