افغانستان د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ وګټله!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ۳ شل اووريزو لوبو د لړۍ دريمه لوبه تيره شپه ترسره سوه.
د لوبي پچه افغانستان وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه.
افغان لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۵۶ منډي وکړې.
رحمان الله ګوربز ۷۹، اصغر افغان ۲۴، او محمدنبي ۱۵ منډي وکړې.
FB IMG 1574018512550 افغانستان د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ وګټله!
د ويسټ انډيز لپاره پاول، کاټریل او ويلیامس دوې دوې ويکټي واخيستې همدارنګه پولارد يوه ويکټه ترلاسه کړه.
ويسټ انډيز د ۱۵۷ منډو هدف لپاره لوبه پيل کړه.
FB IMG 1574018288975 افغانستان د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ وګټله!
هوپ ۵۲،لیویس ۲۴ او هيټماير ۱۱ منډي وکړې.
د افغانستان لپاره نوین الحق ۳،راشد،ګلبدين نائب، محمدنبي،مجیب الرحمن او کريم جنت يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
FB IMG 1574018348032 افغانستان د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ وګټله!
ويسټ انډيز په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۲۷ منډي وکړې.
افغان لوبډلي د ۲۹ منډو په توپیر لوبه وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه رحمان الله ګوربز ته ورکول سوه.
FB IMG 1574018299257 افغانستان د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ وګټله!
افغان لوبډلي د ۳ لوبو د سيريز ۲ لوبي وګټلې او د اتلولۍ جام يې پورته کړ.
FB IMG 1574018317026 افغانستان د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ وګټله!
کريم جنت د سيريز غوره لوبغاړی سو.