پر مخ خالونو ته ورته داغونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ځېنې وخت محیط، چاپیریال، هوا او عوامل په پوستکي تاثیرات غورځوي، د کال په هر فصل یا موسم کې پوستکی لږ څه تغیرات کوي.
ځېنې کسان داسې شته، چې هغوی پرمخ خالونو ته ورته کوچنۍ، کوچنۍ ټاپې لري، چې د مخ د پوستکي ښکلا ته یې زیان رسولی وي.
دې خالونو ته په انګلیسي کې پېګمېنټېش وایي.
دا چاره د پوستکي د ناخالصوالي په نوم هم یادېږي، دې حالت کې پوستکی په عادي حالت کې نه وي او زیان هم لرلی شي.
دا دغونه زیاتره وخت په هغو ښځينه وو کې زیات پېداکېږي او یا پکې وي، چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو بره وي، ځېنې وخت د امېندوارۍ پرمهال هم ټاپې پېداکېږي، چې بیا بېرته ورکېږي.
خو پېګمېنټېشن بیا په خپله نه ورکېږي.
پګمېنټېشن په زیاتره انجونو یا هلکانو کې میراثي هم وي، ځېنې یې له کوچینوالي دا داغونه لري.
اکثره هغه انجونې او هلکان چې دا داغونه لري، د پوستکي رنګ روښانه سور وي.
نوموړي داغونه په مخ او پوستکي کې د میلانین مواد یا مادې د کمښت له کبله را زرغونېږي؛ ځېنې وختونه مخ د ناسمو کریمونو او لوشنونو کارولو له امله هم خرابېږي.
هغه کسان چې د اوړي په ګرم لمر کې ګرځېږي د هغه مخ هم لمر سوزی سن برن کېږي او بیا یې پرمخ سترې، سترې ټاپې یا لکې راڅرګندېږي.
علاج یې
کله چې پر مخ دانه راوخېږي او هغه مخ تخریب کړي، نو د میلانین په نامه مواد چې پوستکي ته رنګ ورکوي ورسره تخریبېږي.
د داغونو د لمنځه وړلو لپاره د اړتیا لومړنۍ برخه ویټامین سي ده؛ د لیمو اوبه، د نارنج، مالټې، تورنج او د ستروسو خاندان ټولې میوې وېټامین سي لري او کولای شئ، چې د پوستکي په ظرافت او داغونو له منځه وړلو کې ترې ګټه پورته کړئ.
د الو وېرا په نامه بوټی هم د دې داغونو د لمنځه وړلو لپاره ګټور دی، که له دې څخه کریم جوړ شي او بیا وکارول شي؛ نو پوستکی نرم او ښکلی کوي.
د هیلت مجلې په وېنا الوېرا ویجاړې شوې حُجرې رغوي.
د انګورو جوس
د هیلت یا روغتیا مجله وایي، د انګورو جوس هم د پوستکي ښکلي کولو کې مرسته کوي او د داغونو لمنځه وړلو کې اغېزناک دي.
د لمر دفع کوونکي مواد یا جامې
د لمر له تیزو وړانګو څخه د پوستکي ساتونکي کریم یا جامې هم مرسته کولای شي، چې ستاسې د مخ داغونه کنټرول کړي.
له دې وراخوا تاسې کولای شئ، ډاکټر سره مشوره وکړئ او (او ټي سي) درمل وکاروئ.
او ټي سي بیا کیمیاوي درمل دي، چې د ډاکټر له مشورې سره به یې اخلئ او بیا به یې خورئ.
د مخ د داغونو او لکو لرې کولو لپاره ځېنې کسان بیا سرجري عملیات هم کوي، چې پوستکی بدلوي او بل پوستکی مخ ته ور اچوي.