د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې بنګله دېش یو قدم رامخکې شوی او ویسټ انډیز یې له نهم مقام څخه لسم مقام ته شاته کړ.
دا پرمختګ بنګله دېش وروسته له هغې وکړ، چې په درې اړخیز سیریز کې یې افغانستان او زِمبابوې ته ماتې ورکړې.
بنګله دېش تازه د نومبر په ۳ مه نېټه هندوستان ته په هند کې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
که بنګله دېش له هند څخه شل اوریز سیریز وګټي؛ نو درجه بندۍ کې لا مخکې راتلای شي او افغانستان له اتم مقام څخه نهم ته غورځولی شي.
بل پلو افغانستان له ویسټ انډیز سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د نومبر په ۱۴ مه نېټه پیلوي.
خدای مه کړه که افغانستان دا سیریز وبایلي؛ نو ښایي افغانستان تر لسم مقام شاته ولوېږي؛ که د ۲۰۲۰ م کال تر نړیواله جامه افغانستان همداسې لوبې وبایلي؛ نو درجه بندۍ کې تر یوولسم مقام لویدلی شي او بالاخره په نړیوال جام کې به ورته د لوبېدو چانس له خطر سره مخ شي.
د افغانستان لپاره د ویسټ انډیز خلاف سیریزکې ډېره خواري پکار ده؛ ترڅو دوه لوبې وګټي او خپل مقام وساتي.
افغان لوبډله تر اکټوبر میاشت پورې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې اووم مقام کې وه؛ خو کله چې ترې په درې اړخیز سیریزکې یوه لوبه زِمبابوې او یوه لوبه بنګله دېش وګټله او پایلوبه یې د باران له امله ونشوه؛ نو زمونږ پر لوبډله یې منفي تاثیرات وغورځول.
بل پلو سریلانکا له پاکستان څخه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې وګټله او هغوی له اتم مقام څخه اووم مقام ته راورسېدل او افغانستان یې یو قدم شاته کړ.
اوس د افغانستان لپاره بنګله دېش پوره سرخوږی جوړولی شي او له اتم مقام څخه افغانستان نهم مقام ته لوېدونکی ښکاري.
نو راروانه شل اوریزه لوبلړۍ کې د افغانستان لپاره ښه بخت او ښه لوبه لاسته راوړنه لرلی شي.