ګلین مکسویل ته سارا ټېلر د ژر رغېدو دعا کړې!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

سمیع الله درانی
ګلېن مکسویل چې د اسټرالیا مېډل ارډر چټک توپ وهونکی او توپاني الراونډر دی، په شل اوریزو لوبو کې تر دې دمه دوهم نمبر توپ وهونکی هم دی.
نوموړی وخت ناوخت داسې توپ وهنه کوي، چې نړیوال ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي.
هغه د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه د سریلانکا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د اسټرالیا لپاره چټکه توپ وهنه وکړه.
هغه په ۲۷ توپونو ۶۲ منډې وکړې او په اته ویشتم توپ وسوځېد.

مکسویل په دې لوبوکې سکوپ، پېډل، ریورس سويپ، ټایمېنګ، پول او هېلېکوپټر شاټونه ولوبول.
دوهمه شل اوریزه لوبه کې هم سکواډ کې لیدل کېده، دوهمه لوبه اسټرالیا د چهارشنبې په ورځ په ۹ وېکټو له سریلانکا وګټله.
اوس ګلېن مکسویل ته اېنزایټي یا د عصبي ناروغۍ ستونزه پېدا شوې ده او ډېری رسنیو راپور ورکړی، چې هغه به د یو څه وخت لپاره له کرکټ سره مخه ښه وکړي.

ګلېن مکسوېل به تر هغې پورې لوبې نه کوي، چې ترڅو یې د ذهني فشار ستونزه نه وي حل شوې.
د اسټرالیا د کرکټ منېجر ویلي، چې مکسویل زمونږ د لوبډلې د ملا تیر دی او هغه ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده.
اوس د مکسویل پرځای سکواډ کې کیڼ لاسی توپ وهونکی ډارسي شارټ اچول شوی دی.
مکسویل ویلي چې هغه د ذهني ناروغۍ ستونزې سره ډېره مبارزه وکړه او بالاخره نور ورسره ګوذاره نه کېده.
نوموړي ویلي کله چې بېرته ورغېږي، نو ژر به په خپلې الراونډرۍ سره د اسټرالیا ملا ور وتړي.
د اسټرالیا د لوبډلې د روان پوهنې ډاکټر مایکل لایډ ویلي، چې د هغه ستونزه ډېره ژوره نه ده او د لنډ وخت لپاره به له لوبو لرې وي.
مکسویل چې د نړۍ په کچه د زړونو د لوبغاړو په نوم مشهور دی، د نړۍ ډېری کرکټ لوبغاړي او مینوال یې د لوبې ارمانجن دي.
د لوبغاړو له منځه د انګلستان وېکټ ساتونکې ښځينه توپ وهونکې سارا ټېلر هم ګلېن مکسویل ته د ژر جوړېدو دعا کړې ده.

سارا ټېلر هم له کرکټ څخه استعفا وکړه او ستر علت یې د هغې ذهني ناروغي وه.
سارا ټېلر هم د دماغي سکتې ناروغي درلوده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.