ډوني هندي کرکټ بورډ ته؛ رېشاب پنټ ۲۰۲۰ کال نړیوال جام ته چمتو کړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

پخوانی بریالی لوبډلمشر او د هند په لوبډله کې پیاوړی فېنېشر ایم ایس ډوني وایي، چې نړیوال جام ته دې کیڼ لاسی ۲۱ کلن توپ وهونکی رېشاب پنټ د ده رول ادا کولو ته ځان چمتو کړي.
ډوني چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هندوستان وېکټ ساتونکی و، وروسته له هغې تر نیوکو لاندې راغی، چې ده او جدیجا ونه شو کولای چې نیمه پایلوبه کې د نیوزیلېنډ ورکړل شوی ۲۴۸ منډې هدف پوره کړي.
هغه مهال لوکېش راهول، روهېت شرما او ویرات کولي هم په لومړیو اورونوکې وسوځېدل، که څه هم په هغې لوبه کې له جدیجا پرته نور هیڅ توپ وهونکی ښه ونه ځلېد؛ خو ډېری لوبغاړي بیا ډوني پړ بولي، چې ولې یې د فېنېشر یا په بریا د لوبې ختموونکي رول ادا نه کړ.
ډوني زیاتره وخت په څلورم نمبر توپ وهنې ته راته او تل به یې په خطرناکه توپ وهنه لوبډله بري ته رسوله.
که څه هم هغه تر اوسه استعفا نه ده کړې؛ خو د هند د غوراوي کمېټې له پامه غورځولی دی او د ویسټ انډیز خلاف سیریز کې یې نه و اخېستی اوس تازه د افریقا خلاف سیریز کې هم نه دی اخېستل شوی.
اوس ډېری هندوان داسې انګیري، چې ښایي ډوني د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام لوبولو ته هم لېواله وي.
new-zealand-india-cricket_3ec935be-4812-11e9-bbe0-3816edd40ae7.jpg
خو اوس یې تازه ویلي چې د هند کرکټ بورډ باید رېشاب پنټ د ده پرځای ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام ته چمتو کړي.
رېشاب پنټ ۲۱ کاله عمر لري او په آې پي ایل کې د ډیلي لوبډلې وېکټ ساتونکی هېټر توپ وهونکی دی، دی په ۲۰۱۸ م کال آې پي ایل کې وروسته له هغې مشهور شو، کله یې چې په یوه لوبه کې ۱۲۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا چې ډوني اوس د غوراوي کمېټې له پامه غوځېدلی ښکاري؛ نو هغه هم غواړي چې له لوبډلې واټن واخلي او بالاخره استعفا وکړي.
نوموړی له نړیوال جام وروسته کشمیر ته راغی او له پوځ سره یې ۱۵ ورځې ګزمې وکړې، هغه وویل له کرکټ وروسته یې لوی ارمان پوځ کې دنده تر سره کول دي.
د کرېک بز وېب پاڼه وایي، ډوني به د نومبر په میاشت کې د هندۍ لوبډلې برخه نه وي، د نومبر په میاشت کې بنګله دېش هند ته سفر لري.
ښایي ډوني د ویسټ انډیز خلاف لوبو کې هم وانخېستل شي.
ډوني په ۲۰۰۷ کال کې نړیوال جام، ۲۰۱۱ م کال کې نړیوال جام او ۲۰۱۳ م کال کې قهرمانۍ جام سیالیو اتلولۍ په خپله لوبډلمشرۍ کې وګټلې او هغه هندیانو ته بیخي زیات ګران و؛ خو اوس یې د کرکټ بورډ له خوا له پامه غورځېدلی ښکاري او چارې ډوني هم په ځان پوه کړی، چې نور یې محبوبیت په ختمېدو دی.