سمیع الله درانی
افغان کرکټ بورډ په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی به ډېر ژر یو تلویزیوني چېنل د افغانستان د لوبو خپراوي په موخه جوړ کړي.
دا خبر کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه خپور کړی دی، د دې سربېره د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک هم هېوادوالو ته مبارکي ورکړې، چې ډېر ژر به د خپلې لوبډلې لوبې د یو ځانګړي کرکټ چېنل له لارې وګوري.
د فرید هوتک په وېنا د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزی غواړی چې د دې چېنل چارې پیل کړي او په لنډ وخت کې یې پرانېستنه وکړي.
دا چې کرکټ په نړۍ کې یو غوړېدونکی او په عصري بڼه زرغونېدونکی ورزش دی؛ نو د دې ورزش رېښه په افغانستان کې ډېره پخوانۍ ده، کله چې په اتلسمه م پېړۍ کې انګریزان دلته په افغانستان کې و، نو کرکټ به یې کاوه، له هغې رار وروسته کله چې د طالبانو د حکومت پرمهال ۱۹۹۶ م کال کې افغان کرکټ بورډ تاسیس شو؛ نو ورسره کرکټ لږ، لږ په غوړېدو شو.
کله چې په په ۲۰۰۱ م کال کې افغان لوبډله جوړه شوه؛ نو کرکټ په عصري بڼه په یو جنګ ځپلي هېواد کې سر راپورته کړ.
هغه مهال چې افغان لوبډلې له ۲۰۰۹ م کال وړاندې او بیا په ۲۰۱۰ م کال کې د لومړي ځل لپاره په ویسټ انډیز کې په شل اوریز نړیوال جام کې برخه واخېسته؛ نو له کرکټ لوبې سره د افغانانو مینه لا زیاته شوه.
اوس د هېواد په ګوټ، ګوټ کې افغانان لېواله وي، چې خپله لوبډله د تلویزیون په پرده وګوري او لوبې یې ننداره کړي.
نو ملیونونه هېوادوالو غوښتل چې داسې یوه شبکه وي، چې لوبې په ژوندۍ بڼه په پرده وښيي؛ د کرکټ بورډ په وېنا دوی اوس دا تشه درک کړې او غواړي چې د خپلو هېوادوالو تنده خړوبه کړي.
له بل پلوه د کرکټ لوبې افغان مبصرینو او وېب پاڼو تل هڅه کړې، چې په لیکلې، غږیزه او تصویري بڼه د لوبې حال هېوادوالو ته ورکړي، چې یو له دغو شبکو څخه د یاران وېب پاڼه هم ده.
اوس ډېری هېوادوال د کرکټ بورډ له دغه اقدامه خوښ دي او غواړي چې کرکټ بورډ ژر تر ژره خپله کړې ژمنه عملي کړي او یو معیاري تلویزیون د لوبې نندارې او خپراوي لپاره تاسیس کړي.
دلته په جلال اباد کې ډېری کرکټ مینوالو یاران وېب پاڼې ته د کرکټ بورډ په دې اقدام خوښي ښودلې او دا یې د دوی د عمرونو غوښتنې ته لبېک ویل یاد کړي دي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک یاران وېب پاڼې ته وویل، چې دا چېنل لومړیتوب د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبو او لوبلړیو ته ورکوي، ورپسې د هېواد د نولس کلنو، الف لوبډلې او کورنیو لوبو لوبې هم خپروي.
ده وویل کله چې د هېواد په کچه لوبې نه وي او وخت خالي و؛ نو بیا به د نورو هېوادونو هغه لوبې خپروي، چې لیدو ته یې خلک ډېر لېواله وي او تر نورو ښې وي.