د ټېسټ زده کړه او اصول یې!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

سمیع الله درانی
تاسې د یاران وېب پاڼې ډېری لوستونکو غوښتي وو، چې د ټېسټ لوبې په اړه درته لیکنه وکړو او د دې لوبې په ډول او اصولو سره پوه شو؛ نو مونږ هم ستاسې دا غوښتنه ومنله او دا دی اوس به د ټېسټ لوبې په اصولو سره وپوهېږو.
د ټېسټ لوبو په پېژندنه کې به دومره ووایو، چې دا لوبې د کرکټ تر ټولو اوږدې لوبې دي او تر ۵ ورځو پورې دوام کوي، دا لوبه هله ګټلې او یا هم بایللې حسابېږي، چې کله مقابله لوبډله ټوله وسوځېږي او ورکړل شوی هدف پوره نشي کړای، که ټارګېټ پوره نه شي او مقابله لوبډله په وروستۍ ورځ او یا له هغې مخکې په دوهمه پاڼۍ کې وسوځېږي، لوبه یې بایللې حسابېږي، خو که ورځې پوره شي او د وروستۍ پاڼۍ لوبډلې وېکټې ونه سوځېږي بیا نو لوبه مساوي حسابېږي.

که باران لوبه وځنډوي او بیا ترسره نه شي، نو هغې ته بیا لغوه یا بې پایلې ( نو ریزلټ) لیکل کېږي، که نیمایي لوبه شوې وي او بیا د نیمایي لوبې په اوږدو کې باران ډېر وغځېږي او هیڅ ونه درېږي او د لوبې ټول وخت او ورځې ونیسي لوبه بیا هم نو ریزلټ یا بې پایلې حسابېږي.
که ورځې پوره شي نه هدف پوره او نه هم د وروستۍ پاڼۍ لوبوونکې لوبډلې ټول لوبغاړي وسوځېږي، بیا لوبه مساوي حسابېږي.
ټېسټ لوبې د دوو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ هم کېږي او د یو هېواد دننه د کرکټ کلبونو ترمنځ هم کېدای شي، انګلستان همداسې سیالۍ لري او کال و سر لوبغاړي لګیا وي ټېسټ لوبه کوي.
د لوبې اُصول

ټېسټ لوبه د پنځه ورځو لپاره روانه وي، که لوبغاړي اوټ شي هغه بیا استثنایي حالت دی؛ خو په کُل کې یې فارمټ یا ډول پنځه ورځنی دی.
په ټېسټ لوبه کې ټاس ګټونکې لوبډله اختیار لري، چې لومړی توپ وهنه کوي او که توپ اچونه؛ خو که هره لوبډله توپ وهنه کوي، ترڅو چې یې توپ وهونکي یا ټوله لوبډله نه وي سوځېدلې حق لري چې توپ وهنې ته دوام ورکړي؛ خو ځېنې وختونه لوبډلې ښه توپ وهنه وکړي او د مقابلې لوبډلې زور ته ګوري، که منډې يې ښې کړې وي، بیا که لوبغاړي اوټ هم نه وي، بیا ډیکلیر کېږي او مقابلې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکوي.
د پنځه ورځو په اوږدو کې لوبډلې فرصت ګوري، چې که لوبه ګټلای شي؛ نو مقابلې لوبډلې ته ژر چانس ورکوي چې توپ وهنه وکړي او بیا یې ژر وسوځوي.

ځېنې وختونه داسې هم کېږي، چې یوه لوبډله په یوه پاڼۍ کې زیاتې منډې وکړي او مقابله لوبډله یې په دوه پاڼیوکې هم ورپوره نه کړي او ټول لوبغاړي وسوځېږي، بیا نو لوبه په یوه پاڼۍ او پاتې شوو منډو ګټلې حسابېږي.
خو مقابلې لوبډلې ته هم باید مناسب وخت ورکړل شي، ترڅو دوه پاڼۍ توپ وهنه وکړي، که یې دواړو پاڼیوکې وېکټې ولوېدې او هدف پوره نه شو؛ نو بیا لوبه د وروستۍ لوبډلې له لاسه وتلې ده.
که هدف پوره نشو او لوبغاړي هم ټول ونه سوځېدل او پنځه ورځې وخت پوره شو، بیا نو لوبه مساوي ده او لوبې ته په انګلیسي کلمه ډراون لیکل کېږي.
د ټېسټ لوبې اورونه

ټېسټ لوبه کې د ورځې ۹۰ اورونه کېږي او ځېنې وختونه بیا لوبڅار اضافي وخت ورکوي ترڅو پکې زیات اورونه وشي.
دا حق لوبڅار ته د ټېسټ لوبې قانون ورکړی.
په ټېسټ لوبه کې لکه د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو په څېر بالر باندې محدودیت نشته، چې ۴ یا ۱۰ اورونه وکړي؛ بلکې د لوبډلمشر خوښه وي، چې په توپ اچوونکي څو اورونه ترسره کوي.
بل پلو د ټېسټ لوبې په وروستۍ او پنځمه ورځ بیا په یو ساعت کې باید ۱۵ اورونه ترسره شي، چې پنځه ساعته لوبه وي؛ نو ۷۵ اورونه پکې ترسره کېږي.
په ټېسټ لوبه کې په یواځې ځان د لوبغاړي له خوا زیاتې منډې
برېن لارا ویسټ انډیزی کیڼ لاسی توپ وهونکی و، ده په ۲۰۰۴ م کال کې د اپریل په ۱۳ مه نېټه د انګلستان خلاف په ویسټ انډیز کې ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې کړي او دا ریکارډ یې اوس هم په خپل نوم دی.
تر ده وړاندې اسټرالیایي متیو هایډن په زِمبابوې په ۲۰۰۳ م کال کې د ۳۸۰ منډو ریکارډ درلوده.
ناسته یا سېشن

په ټېسټ لوبه کې ناسته یا سېشن؛ تاسې به د ټېسټ لوبې په اوږدو کې په کرېک بز، کرېک انفو وېب پاڼو او هغو تلویزیونو کې چې ټېسټ کرکټ لوبې خپروي دا کلِمله لیدلې وي، په انګلیسي ژبه پکې د سېشن کلمه کارول شوې وي، لکلي یې وي.
Day one session 1
Day 2 session 2
او داسې نور.
سېشن خپله هغه وخت ته ویل کېږي چې اورونه پکې ترسره کېږي او بیا د چای یا د غرمې ډوډۍ وقفه رارسېږي، همدغه وخت کې د څښاک او خوراک لپاره دمې ته د سېشن کلمه کارول کېږي.
په پنځه ورځنیو ټېسټ لوبوکې په نمونه یي ډول درې ناستې یا سېشنه وي، د سهار سېشن، د ماسپښین سېشن او د مازیګر سېشن.
د ډوډۍ لپاره دمه یا سېشن ۴۰ دقیقې وي، د چایو لپاره وقفه او د ماسپښین او مازیګر دمه بیا د چایو لپاره شل، شل دقیقې وي.
هر سېشن یا دمه ۳۰ اورونوکې یو ځل رامنځته کېږي، ځکه د ورځې ۹۰ اورونه وي، ډوډۍ او چایو ته پکې وخت ورکول کېږي.
ځېنې وخت د سېشن په اړه پرېکړه لوبڅاران هم کوي.
په یو ورځنیو لوبو کې هم درې دمې وي، لومړۍ دوه دمې په پنځلس، پنځلس اورونوکې او وروستۍ دمه په شلو اورونوکې کېږي، چې دې کې د اوبو او ډوډۍ دمې شاملې دي.

په یو ورځنیو لوبو کې د ډوډۍ دمه نیم ساعت وي.
که لوبې د شپې او ورځې کېږي، بیا نو د غرمې ډوډۍ پر ځای پکې د ماښامنۍ وخت په نظرکې نیول شوی وي.
ځکه ډی نایټ میچونه زیاتره وخت له غرمې وروسته پېلېږي او د شپې تر ناوخته دوام کوي.