ژباړه: نسیمه محمدي
بې خوبي او آرام خوب نه لرل مو تجربه کړې؟ که ځواب مو مثبت وي نو درک کولای شئ چې څومره له زغم پورته ده. سربېره پردې د ډېری روغتیا پالانو په باور د شپې له خوا بې خوبي د ډېری ناروغیو منشأ ده. پس له هر کوچني لامل ځان پوه کړئ تر څو د بې خوبۍ او بد خوبۍ لامل پيدا او درملنه یې وشي.
کېدای شي تاسې ته هم پېښ شوي وي چې نیمه شپه له خوبه راويښ او بیا خوب له تاسې تښتي. د شپې له خوا بې خوبي بېلابېل لاملونه لري چې په دې وروستیو کې څېړونکو د بې خوبۍ او غاښونو مینځلو تر منځ اړیکه هم یادوي.
د غاښونو مینځلو، بې خوبۍ او د چاپېریال رڼا تر منځ اړیکه
پروفیسور راسل فاستر خبر ورکوي چې غاښونه مینځل د رڼا څخه ډک چاپېریال کې کولای شي د بې خوبۍ لامل شي.
نوموړی وایي کله چې زمونږ بدن د استراحت لپاره چمتو کېږي چاپېریال کم نوره مومي. موږ چې د غاښونو مینځلو لپاره روښانه چاپېریال ته ځو، د چاپيریال رڼا د خوب د اختلال سبب ګرځي.
د انسان بدن د رڼا په وړاندې ځواب ورکوي او همدا لامل دی چې روښنایي او د سهار رڼا کېدو سره په غریضي توګه ویښېدل رامنځ ته کېږي، خو مصنوعي رڼا لکه د ګروپ رڼا د بې خوبۍ سبب ګرځي. د شپې مهال کې ملاتونین آزادېږي او په مرسته یې انسان خوب وړي په ځانګړې توګه د شپې په وروستیو ساعتونو کې د عصبي سیستم د فعالېدو او د دې هورمون د بیا ځلي فعالیت سبب ګرځي او بدن نشي کولې د خوب شرایط برابر کړي او یا له څو ساعتونو وروسته بیا د ویښېدو امر ورکوي.
د ډیلې ټلګراف د راپور سره سم پروفیسور فاسټر له خوب مخکې روڼ چاپېریال د بې خوبۍ او دې ته ورته اړوند اختلاطاتو لامل ګڼي او د دې ستونزې د حل لپاره توصیه کوي چې باید د غاښونه مینځل په کم نوره چاپيریال کې تر سره شي.