لیکنه: نسیمه محمدي
کلونه مخکې څېړونکو موندلې وه چې له حلزون او هغه لزجي ماده چې حلزون یې ترشح کوي د پوستکي د مړو حجرو د له منځه وړلو او د پوستکي د ځوانولو لپاره کولای شو کار واخلو.
له هغې وروسته له حلزون څخه په ډېری کرمونو او جلدي محصولاتو کې ګټې اخېستنې رواج وموند او خلکو هم ترې تود هر کلی درلود. (البته د حلزون لزجي ماده د اوسنیو کشفیاتو څخه نده. دا ماده ۲۰۰۰ کلونو څخه وړاندې کارونه لري.)
په دې وروستیو کې تازه د ښکلا په یو جاپاني کلېنیک کې د ژوندي حلزون کارول مستقیماً په پوستکي ګټه اخیستې ته وړاندې او ډاډمنه پایله هم لري، ځکه د هرې طبیعي مادې تاثیر له کېمیاوي هغو ډېر دی.
د ژوندیو حلزونونو حرکت د مخ په پوستکي د ښکلا په دې مرکز کې ۲۴۳ ډالره مصرف لري او یو ساعت وخت نیسي.
هغه لزجي ماده چې د تګ په وخت کې حلزون افرازوي د قوي پروتینونو، آنتي اکسېدانونو او هایولارونیک اسید ترکیب دی چې ویل کېږي د پوستکي د رطوبت له بیا رغونې سره مرسته کوي، پړسوب کېنوي او مړ پوستکې له منځه وړي.