د پاکستان ماتې؛ استرالیا دویمه لوبه هم ترې وګټله

سپینه تجريدي ډیزاین

د پاکستان کرکټ لوبډلې په دويمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هم د اسټرالیا لوبډلې مقابله کې بریالۍ نشوه او اسټرلیاوي لوبډلې په دوهمه لوبه کې هم په ۸ ویکټو پاکستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
دا د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د پنځه یو ورځنیو لوبو له لړۍ دوهمه ده چې د پاکستان پر ماتې تمامیږي.
تر دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هم پاکستانۍ په ۸ ویکټو بایللې وه.
په دغه سیالۍ کې پاکستان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه پیل کړه خو پيلیزو لوبغاړو امام الحق او شان مقصود یې لوبډلې ته ښه پيل ورنکړ.
امام الحق په صفر له میدانه بېرته پاویلین ته ستون شو خو شان مقصود یوازې تر ۱۹ منډو په کریس پاتې شو.
د پاکستان لپاره د تېرې لوبې سلیزي لرونکي لوبغاړي حارث سهیل په دې سیالۍ کې ۳۴ منډې وکړې خو محمد رضوان بیا په ۱۲۶ توپونو ۱۱۵ منډې وکړې او د کولټرنیل په بال وسوځېده.
عمر اکمل ۱۶ خو شعیب ملک بیا ۶۰ منډې وکړې، فهیم اشرف په ۱۴ منډو بېرته له میدانه ووت، عماد وسیم په ۱۹ او یاسر شاه په ۱ منډه ناسوځېدلې پاتې شوه.
پاکستانۍ لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۴ منډې وکړې.
د اسټرالیا له لوري ریچارډسن او کولټرنیل د پاکستان دوه دوه لوبغاړي وسوځول، ایرون فینج،ادم ذمپا او لیون د یو ـ یو لوبغاړی په سوځېدو بریالی شول.
په مقابل کې د اسټرالیا لوبډلې اوپنرانو عثمان خواجه او ایرون فینچ د خپلې لوبډلې لپاره ښه پيل ورکړ خو عثمان خواجه منډو هغه مهال خپله ویکټه له لاسه ورکړه چې د لوبډلې ټولې منډې يې ۲۰۹ وې.
ګلین مکسویل تر دوو لوړو شپږیزو تر وهلو وروسته چې یو یې ۱۰۰ او بل یې ۱۰۵ متره وه رن اوټ شو، خو بل اسټرالیاوي لوبغاړی ایرون فینچ تر پایه ونه سوځېده او ۱۵۳ منډې یې جوړې کړې.

شن مارش هم د اسټرلیا لپاره ۱۱ ناسوځېدلې منډې تر سره کړې.
د پاکستان لخوا یوازې لیک بریک سلو توپ اچوونکی یاسر شاه یوه د ایرون فینچ ویکټ ترلاسه کړه او بل هیڅ لوبغاړي ویکټ وانخیسته.
په دغه سیالۍ کې پاکستان د خپل لیګ څخه لاس ته ورغلې تېز توپ اچوونکي محمد حسنین ته هم د لومړي ځل لپاره چانس ورکړی خو ښه ثابت نشو.
اسټرالیا لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۴۸م اور کې پوره کړ او مقابله لوبډله یې په ۸ ویکټو ماته کړه.
د سیالۍ غوره لوبغاړی اسټرلیاوي پيلیز توپ وهونکی ایرون فینچ ونومول شو.