افغان ګوګلی ماسټر سلو توپ اچوونکی راشد خان وایي په را روان نړیوال جام د هېڅ یوې لوبډلې څخه وېره نه لري.
نوموړي زیاته کړې چې په افغان لوبډله کې د هرډول حریف د ماتولو وړتیاوې شته.
نړیوال جام ته لا نیږدې دوه میاشتې پاتې او ویل شوي چې د روان ۲۰۱۹ کال د مۍ د میاشتې په وروستیو کې پيل شي.
زیاتې نړیوالې لوبډلې نړیوال جام ته په تیاري بوختي دي، ځينو یې له د لا ښه چمتوالي په موخه د نورو لوبډلو سره لوبلړۍ پيل کړي.
اوس ځينو رسنیو د شل اوریزو سیالیو د لومړي نمبر توپ اچوونکي راشد خان له خولې لیکلي چې ویلي یې دي په را روان نړیوال جام کې د هيڅ لوبډلې څخه په وېره کې دي.
ده تمه ښودلې چې وبه کولی شي په دغه جام کې زیاتې سیالۍ وګټي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایرلینډ لوبډلې خلاف د ښه سیالیو او په ځانګړي ډول د ټیسټ سیالۍ له ګټلو وروسته په باوري ډول د لوبډلې مورال زیات قوي شوی.
راشد خان ویلي چې د دوی(افغان کرکټ لوبډلې سره) د استعدادونو او وړتیاوي هيڅ کمی نشته.
ده زیاته کړې چې په ایشیا کپ په تېرو سیالیو کې ثابته کړې چې د خپل هر ډول حریف د ماتولو وړتیا په لوبډله کې شته.
بل لور ته:
د کرکټ ځینې شنونکي وایي، کرکټ بورډ په هغه اندازه چې په کار ده د راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتوالی ونیسي، څه نه دي کړي.
د کرکټ ځوان لوبغاړی او څارونکی حکیم احمدزی وایي، کرکټ بورډ تر اوسه په سم ډول د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې په تیارۍ کې پاتې راغلی.
احمدزی وایي، په کار وه چې کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره افغان لوبډلې ته په اروپایي هېوادونو کې د ځینو مخکښو لوبډلو سره سیالۍ وکړي خو افغان کرکټ بورډ یوازې د ایرلینډ سره په هندوستان کې په لوبو اتکا وکړه.
د ده په خبره چې د هندوستان هېواد اقلیم او د راتلونکي نړیوال جام کوربه انګلینډ هوا او پیچونه زیات توپیر لري.
دی زیاتوي چې په کار وه افغان کرکټ بورډ د راتلونکي نړیوال جام لپاره په تېزو توپ اچوونکو کار وکړي خو په خبره یې چې ايرلینډ سره په سیالیو کې هم افغان لوبډلې یوازې سلو توپ اچوونکو ته موقع ورکړه.
دی سلو توپ اچوونکو ته د موقع خبره ځکه کوي چې د انګلینډ هېواد ویشتن ځایونه تر ډېره د تېزو توپ اچوونکو لپاره مرسته کوي.
حکیم دغه راز وایي چې کرکټ بورډ هغه ډول چې په کار وه، د ورلډ کپ یا نړیوال جام لپاره په توپ وهونکو هم کار نه دی کړی.
دی زیاتوی د توپ وهونکو مقاومت او حوصله د ایرلینډ په وړاندي سیالیو کې ښه معلوم شوه چې په دغه ډول نړیوال کپ کې د سیالیو ګټل مشکل دي.