پاکستانۍ کرکټ لوبډلې په د پنځه یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې لومړۍ سیالي د اسټرلیا لوبډلې ته وبایلله.
اسټرلیا لوبډلې په تعقیبي هدف کې مقابلې لوبډلې ته سخت ماته ورکړه او تر اوسه په سیریز کې یو په صفر مخکښه ده.
د دغه سیالۍ پچه یا ټاس پاکستاني لوبډلمشر شعیب ملک وګاټه او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې دغه پرېکړه یې په زیان تمامه شوه او لوبه یې وبایلله.
پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځولو سره ټولې ۲۸۱ منډې جوړې کړې.
له یو څه وخت وروسته لوبډلې ته راګرځیدلي حارث سهیل د خپلې لوبډلې په ګټه ښه توپ وهنه او د خپل لوبیز ژوند لومړۍ سلیزه یې جوړه کړه.
سهیل په دغه سیالۍ کې په ۱۱۲ منډو سلیزه ووهه خو سلیزه یې په اوبو لاهو ځکه شوه چې لوبه اسټرلیاوي لوبډلې وګټله.
د لوبي پيل د پاکستان لپاره ډېر خوندور نه وه، د پیل لوبغاړي امام الحق او شان مسعود وه چې امام ۳۵ منډو کې خپله ویکټ په ۱۷ منډو له لاسه ورکړه او ناتهن لیون کیچ کړ.
شان مسعود هم د ۴۰ منډو پانړۍ ولوبوله، حارث سهیل او عمر اکمل ټول د ۹۸ منډو ملګرتیا وکړه، عمر اکمل که څه یوې منډې ته د نیمه سلیزې د بشپړلو لپاره اړتیا لرله خو ونه توانېده او ۴۹ منډې یې تر سره کړې.
د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر خپله ۱۱ منډې وکړې، فهیم اشرف بیا د خپلې لوبډلې لپاره برېد ګره لوبه وکړه او په ۱۳ توپونو یې ۲۳ منډې تر لاسه کړې چې په اننګز کې یې څلور څلوریزې او یوه شپږیزه هم شامله وه .
د اسټرلیاوۍ لوبډلې له لورې ګلین مکسویل او کوټرنائل دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کې د اسټرلیا لوبډلې ورکړل شوی هدف ډېر په اسانۍ سره د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
لوبډلمشر ایرون فینچ او شان مارش ښه ملګرتیا جوړه کړه چې خپله لوبډله یې هم بریا ته ورسوله، دوی دواړو ۱۷۲ منډې ملګرتیا وکړه.
ایرون فینچ د ۸ څلوریزو او څلورو شپږیزو پر مټ ۱۱۶ منډې وکړې، پیلیز لوبغاړي عثمان خواجه یوازې ۲۴ منډې کړي.
او د پاکستانۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف یې ښه په اسانۍ د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د پاکستان لوبډلې لخوا فهیم اشرف او محمد عباس د اسټرلیا یو یو لوبغاړی بېرته میدان ته ستانه کړل.
د یادولو ده چې د سیالۍ له پيل وړاندې د نیوزلینډ په هېواد کې پر مسجد د برید له امله او بې ګناه مسلمانانو د وژلو له امله څو دقیقي خاموشي خوره وه.