د پاکستان کرکټ بورډ مشر، د هند په خلاف نړیوالې شورا ته خط لیږلی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان کرکټ بورډ د هند د کرکټ لوبډلې په هغه کار توند غبرګون ښودلی چې د اسټرلیا په خلاف په دریمه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ کې پوځي خولۍ په سر کړې وې.
تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم د هند کرکټ لوبډلې پر دغه کار غبرګون ښودلی و، خو دا ځل د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې کرکټ نړیوالې شورا ته یې په دغه تړاؤ شکایت کړی.
د هند کرکټ لوبډلې د اسټرلیا کرکټ لوبډلې سره د پنځه یو ورځینو سیالیو په دریېمه لوبه کې د خپل پوځ خولۍ په سر میدان ته ښکته شول، خو د اسټرلیا په وړاندې یې هغه سیالۍ کې ماته وخوړه.
تر دې وروسته دغه کار پاکستاني کرکټ مینوال او چارواکي غوسه کړي چې په خبره یې هند لوبډله غواړي کرکټ سیاست سره شریک کړي.

احسان ماني

اوس د پاکستان کرکټ بورډ ویلي د کرکټ نړیوالې شورا ته یې په دغه تړاؤ خط لیږلی تر څو د هند د کرکټ بورډ په اړه جدي اقدام وکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني د یکشنبې په ورځ ویلي؛ د پاکستان کرکټ بورډ ای سي سي ته د هند لوبډلې خلاف یو خط استولی وه او په راتلوونکي کې ورته بل خط هم استوي.
ده نه دي واضح کړي چې ای سي سي بېرته د خط ځواب استولی یا نه؟
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي؛ دا یوه نهایي حساس مسئله ده، دوی هڅه کوي د کرکټ د نړیوالې شورا توجه ورته ور واړوي.
هغه وایي د هند کرکټ بورډ اجازه د یو څه لپاره اخیستې وه او تر سره یې کړل نور څه.
احسان مانې دغه راز زیاته کړې؛ کرکټ نړیوالې شورا ته یې څرګنده کړې، څنګه چې په تېر کې د عمران طاهر او معین علي خلاف اقدام کړی وه دغه راز دې د هند کرکټ بورډ خلاف هم سخت اقدام وکړي.
دی وایی د کرکټ نړیوالې شورا ته د پاکستان موقف ښه معلوم دی.