هاردیک پاڼدیا د اسټرالیا خلاف سیالیو څخه بهر شو !

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډله سبا د فیبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د اسټرالیا ملي لوبډلې ځوابي میلمستیا په موخه د درې ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه لوبو لړۍ پيلوي.

 د اسټرالیا خلاف د دواړو سیریزونو د پیل وړاندې هندۍ لوبډلې الروانډر هاردیک پاڼدیا له لاسه ورکړ او پر ځای یې چپ لاسی سپینر راویندر جدیجا لوبډله کې شامل شوی دی.

 الراونډر هاردیک پاڼديا د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو پر مهال د ډګر ساتنې په وخت ټپي شو، چې له امله یې د کرکټ اسیا جام، ویسټ انډیز او انګلستان خلاف سیالیو څخه بې برخې شو.

 نوموړی چې په دې وروسیتیو کې بیرته هندۍ لوبډلې ته راستون شوی و، خو ویل کیږي، چې نوموړی لا هم په ملا کې د ټپونو له کبله برابر نه دی او د لا تیاري او تمریناتو په موخه د اسټرالیا خلاف کېدونکو سیالیو پر ځای به نړیوال جام ته د تیاري لپاره د هندوستان بنګلور کرکټ ملي اکاډمۍ ته په روانه اونۍ کې ولیږل شي.

Pandya asia cup هاردیک پاڼدیا د اسټرالیا خلاف سیالیو څخه بهر شو !

 د اسټرالیا خلاف اعلان شوې لوبډله کې چب لاسي الراونډر راوینډر جدیجا ته ځای نه و ورکړل شوی، خو اوس مهال نوموړی بیرته د پاڼدیا تشې پوره کولو لپاره لوبډلې ته راستون شوی دی.

 ټاکل شوې د هند په کوربه توب د راتلونکې مارچ میاشتې ۱۵ مه نېټې څخه د اسټرالیا ملي لوبډلې سره هندۍ لوبډله د درې ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه لوبو لړۍ پیل کړي.

 هندۍ لوبډلې تیره میاشت اسټرالیا کې د کوربه لوبډلې خلاف د درې ۲۰ اوریزه، ۳ پنځوس اوریزه او ۵ ټیسټ لوبو لړۍ پای ته ورسوله، چې پکې هندوستان د یوې ۲۰ اوریزه لوبې ترڅنګ، ۲ پنځوس اوریزه او دوه ټیسټ لوبې وګټلې، خو اسټرالوۍ لوبډلې بیا د یوې ۲۰ اوریزه لوبې په شمول یوه پنځوس اوریزه او دوه ټیسټ لوبې وګټلې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.