نیوزیلینډ ته د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې وروسته د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله رسیدلې، چې په لمړیو دوه سیالیو کې یې کوربه لوبډلې ته ماته وخوړې .
ټاکل شوې د نیوزیلینډ په کوربه توب د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دې سفر کې درې پنځوس اوریزه او ۳ ټیسټ لوبې ترسره شي.
د سیالیو پیل په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د نیوزیلینډ په بریا سره شوی، چې په دویمې بریا سره یې نن روان سیریز هم دوه د صفر مخکې والي سره له وړاندې وګټلو.
د درې پنځوس اوریزه سیالیو د پیل شوي سیریز وروستۍ دریمه لوبه د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۰ مه نیټه دونیدن ښار کې ترسره کیږي.
بلخوا د درې ټیسټ لوبو سیریز د همدغه فیبرورۍ میاشتې له ۲۸ مې نیټې څخه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۰ مې نیټې پورې ښآيي دوام وکړي.
نیوزیلینډ تازه په خپل کوربه توب د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په سیریز کې څلور ماتې وخوړې، خو د درې۲۰ اوریزه لوبو په لړۍ کې یې دوه د یو مقابل کې هندوستان ته ماتې ورکړې او په روان سیریز کې هم اوس مهاله د بنګله دیش نسبت ښه حالت کې ښکاري.