د پاکستان د فلم او ډرامې مشهوره او پخوانۍ ممثله ورحي بانو د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې.
پاکستانۍ رسنۍ وایې، اداکاره روحي بانو د اوږدې مودې وروسته د حق داعې ته لبیک ووایه.
د رپوټونو پر اساس مېرمن بانو د ۶۷ کالو په عمر مړه شوه، روحي بانو د تېر کال ډسمبر میاشتې په دریمه استانبول یو روغتون ته یو وړل شوه او هلته بستر شوه.
ویل کیږي د دغې ممثلې ګردې له کاره غورځېدلې وې او تر څنګ یې ذهني ناروغۍ هم ورسره مل وې.
د روحي بانو د خور له خولې پاکستانۍ رسنیو لیکلي چې اوس وخت یې ټوله کورنۍ په ترکیه کې ده او اداکاره یې همالته په ترکیه کې خاورو ته سپارلې ده.
ویل کیږي چې شاوخوا لس کاله وړاندې د دغې اداکارې یوازینی زوی په لاهور کې ووژل شو او تر هغې وروسته ورته ذهني ناروغۍ پیدا شوې وې.
د معلوماتو پر بنسټ روحي بانو په اروا پوهنه کې ماسټري کړې وه، په یو شمېر ډرامو کې او فلمونو کې یې د خپلې ښې اداکارۍ کمال ښودلی او همدغه ښه اداکاري یې د دې لامل شوې وه چې د ډېرو مینوالو په زړونو کې ځای ونیسي او خپل ځان له لومړیو د شهرت پوړیو ته ورسوي.
د مېرمن روحي بانو په تړاؤ د پاکستان د فلم منتقدین او څارونکي وایي څومره په اسانۍ چې نوموړې یو سخت کردار لوبولی شو د نورو فلم ستورو لپاره د دغه ډول ګران رول لوبول مشکل کار دی.
دغې تکړه ممثلې په ۷۰ او ۸۰ لسیزو کې په پاکستانۍ ډرامو خپل راج کاوه او د ښې کارکردګۍ د لويې جاېزې سربېره یې یو شمېر نورو مډالونه هم اخیستي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو، قانون او فساد ضد ادارې د دغې اداکارې پرمرګ خواشیني ښودلې او دا یې یوه لویه ځایه بللې.