لیکنه: عبدالرقیب سایل
رایه یوه نظر دی؛ جمعه یې ډير او مختلف نظرونه کېږي، کوم چې را ټولول یې اسانه نه دي. هر څوک نه شي کولی چې عامه رایې را خپلې کړې او په خپله ګټه یې وکاروي. د عامه افکارو د را یو ځای کولو لپاره بېلابېلو هنرونه ته اړتیا ده، چې یو څوک یې باید ولري. له دې هنرونو څخه په دې لیکنه کې یو څو ته یې په دې ډول اشاره کوو:
امکاناتو مو!
که کله غواړئ، چې ټولنې ته را ووځئ او د خپلو خلک لپاره مو چوپړ وکړئ نو لومړۍ مو له خپلو ټولو امکاناتو ځان ډاډمن کړئ، چې ایا کولی شئ او کنه. وروسته بیا له ټولو امکاناتو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ، ترڅو په ښه توګه بریالي شئ؛ کنه هسې زیار مه وباسئ، چې ممکن له استازولي خپل امکانات پوره کړئ. دا ناشونې ده، چې تاسې به هم خدمت کوئ او هم به امکانات ترلاسه کوئ. یو وار دومره امکانات پیدا کړئ، چې تاسې پرې خپله مبارزه پیل کړی، نور مو بیا پر وړاندې خپله لارې پرانیستل کېږي او مخته به ځی.
سپېڅلتیا مو وښيئ!
که غواړی، ډيرې رایې ولرئ، نو سپېڅلي اوسئ. ممکن پوښتنه درسره پیدا شوې وي، چې سپېڅلتیا یعنې څه؟ ټولې هغه کړنې چې ترسره کوئ یې د ولسونو سمبالتیا او پایښت په موخه یې ترسره کړئ. د خلکو لپاره سم فکر وکړئ. د ولسونو پرمختګ وغواړئ او خپل ټول امکانات د عامه رایو د راټولو لپاره په سپېڅلې توګه په کار واچوئ. ستاسې اراده او تصمیم باید د ولسونو د را ټولیدنې لپاره وه اوسي. خپل ټول ناسم، خپل ځاني او د تفرقې ټول افکار له ځانه لرې کړئ. په تیر کې مو که چا سره ناوړه چلند کړئ وي، نو همدا اوس پاڅئ او را پخلا یې کړئ، ترڅو بریالئ شئ.
ښه رهبر اوسئ!
اورېدلي به مو وي، چې له ولس پرته رهبر/ مشر جوړېده ناممکن دي ځکه ولسونه خپل مشر ټاکي او مشر بیا کولی شي، چې د ولسونو لپاره په ځینو پرېکړو که ونډه واخلي. رهبر جوړېده اسانه دي، خو د رهبري/ مشرۍ ساتنه بیا مهمه ده، چې څنګه له خپلو خلکو سره اړیکې ساتئ. مشري په خپل ځان کې نورې مهمې ځانګړنې لري، چې له مخې یې یو څوک رهبر جوړیدلی شي. د هغو ټولو په نظر کې نیول اړین دي.
سياسي ځیرکتیا ولرئ!
که غواړئ د خلکو واقعي استازی وګنل شي، نو خپله سیاسي پوهه مو لوړه کړئ؛ یعنې واک ترلاسه کېدو پر اسلوبو ځانونه وپوهوئ ترڅو که واک ترلاسه کوئ، نو له وړاندې به یې په اړه تاسې معلومات لرئ، چې خدای مه کړه بیا ډير ژر مو واک څوک در څخه سلب نه کړي. د نظام چلښت لپاره خپلې طرحې بشپړې کړئ او خلکو ته د غوښتنو د پوره کېدو په اړه قناعت ورکړئ، ترڅو دوی تاسې غوره کړئ او ملاتړي مو وه اوسئ.
ولسي اوسئ!
څوک چې د سیاست او مشرۍ ډګر ته راځي؛ دوی ته په کار ده، چې ولسي کېدل له یاده ونه باسي. ممکن فکر وکړي، چې نور یې له ولسي خلکو سره ناسته پاسته کمېدونکې ده او پر ځای یې له نورو لوړ رتبه او علمي خلکو سره خبرې اترې زیاتيدونکې دي نور نو باید په خپل ډيپلوماټیک چلند تمرکز وکړي؛ دا به تېروتنه وي. که هر چیرې ځئ نو هېڅکله ولسي کېده له هیره مه وباسئ ځکه تاسې په اصل کې د خپل ولس زېږنده یاست، یعنې د خپلو ولسونو سره په اړیکه تل پاتې شئ. د ولس ژبې، لباس او دودونو/ ارزښتونو ته ژمن وه اوسئ ځکه ولس ته په دې اصیل پيژندل کېږي او هر کله دې چې ولس پر خوا وو نور نو بیا تل بریالی یې ځکه وايي د ولس زور د خدای زور وي.
نړیوال شئ!
په نړۍوال توب کې ډيرې ګټې دي. یو خو که نړۍوال وئ، نو د نړۍ له اوضاع به خبر یاست، چې څه روان دي. بل به د نړۍ له واکمنو خبر یاست، چې هغوی څنګه واک چلوي او څنګه یې خپل ولسونه پر ځان راټول کړي. همدارنګه ممکن په نړۍوال کیدو سره، دا معلومات ترلاسه کړئ، چې د نړۍ لوی قوتونه ولې نور تر خپل واک لاندې انحصار وي. بل خوا که نړۍ ته سفرونه وکړئ، نو په دې سره به د نړۍ د لویو پانګوالو او تر ټولو د غریبو خلکو ژوند هم وګورئ. وروسته له هغې به تاسې ضرور فکر وکړئ، څنګه به د خپلو خلکو لپاره څنګه کار کوئ، ترڅو د ژوند سطحه یې لوړه شي او سکون یې په برخه شي.