د ریس۳ (RACE3) د له ناکامېدو وروسته د دغه فلم مرکزي رول لوبوونکي سلمان خان ته یو بل بد زیری هم ورکړل شو.
هندۍ رسنۍ وایي، سلمان خان وروسته له هغې چې د ریس۳ RACe3فلم یې په باکس افس کې ناکام شو د فلم ټیم پر دې غور کوي، چې د دغه فلم په راتلوونکې برخه کې یې پر ځای یو ځل بیا د هندۍ سېنما تکړه لوبغاړي او د بالیوډ کشري خان سیف علي خان ته چانس ورکړي.
تېر ۲۰۱۸ کال کې د سېنما پر پردو ریلیز شوی فلم (RACE3) د کمزورې کېسې او خراب سکرپټ له امله د مینوالو له پامه ښه نه راغی او تر څنګ د فلم د شنوونکو د سختو نیوکو سره مخ شو.
خو دا چې دغه فلم د کوچني اختر د مراسمو، خوښیو او رخصتیو پر مهال ریلیز شوی وه همدا لامل وه چې دومره ګټه یې وکړه چې خپل لګښتونه یې پوره کړه، مګر فلم د مینوالو په نظر په پوره ډول ناکام شو.
تر دې اندازې د ریس۳(RACE3) فلم د خلکو د خوښې وړ ونه ګرځېده چې حتی همدغه فلم په ۲۰۱۸ کال کې په ټوله نړۍ کې د ۱۰۰ بدترینو یا خرابو فلمونو کې په قطار کې هم شامل شو.
د دغه فلم د خپرېدو پر مهال د فلم مرکزي رول لوبوونکي لوبغاړي سلمان خان د کامیابۍ په تمه غږېدلی وه او هماغه وخت یې د ریس۴ (RACE4) د جوړېدو اعلان هم کړی وه خو په فلم شوي نيوکو او خراب تجارت له امله اوس داسې ویل کیږي چې د دغه فلم په راتلونکي برخه (RACE4) کې به د خان پر ځای سیف علي خان کار وکړي.
د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، د فلم پروډیوسر رمیش توراني کوښښ کوي چې یو ځل بیا سیف علي خان د فلم په لوبغاړو کې شامل کړي.
د یادولو ده چې د بالیوډ کشري خان سیف علی خان په ریس RACE او ریس۲ RACE2 کې کار کړی او د خپلې اداکارۍ جوهر یې خلکو ته په کې ښودلی او دغه دواړه فلمونه په باکس افس کې کامیاب شوي هم دي.