کټرینا کیف د پاکستانۍ نجلۍ رول لوبولو څخه انکار کړی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ورون دوهون او شردها کپور یو ځل بیا په ABCD فلم کې راښکاره کیږي
د هندۍ سېنما مشهور فلم لارښود ریمو ډي سوزا د خپل فلم ای بي سی ډي دریم(ABCD3) لپاره یو ځل بیا ځوانه فلم ستورې شردها کپور او نوموتي فلم لوبغاړی ورون دوهون غوره کړي دي.
ریمو ډي سوزا نه یوازې دا چې د فلم لارښود دی بلکي په فلمونو کې د نڅا د ښوونکي په حیث هم کار کوي چې تر ډېر کامیاب ثابت شوی.
د دغه فلم جوړونکي دغه فلم (ABCD) محتوا او کیسه هم په ډانس یا نڅا څرخي، چې د کامیابو فلمونو له جملې شمېرل کیږي.
کله چې د لومړي ځل لپاره دي سوزا په نڅا جوړ دغه فلم نندارې ته وړاندې کړ نو کامیاب ثابت شو هماغه وه چې ترې وروسته یې یو ځل د دغه فلم د دویمې برخې د جوړېدو نیت وکړ چې په کې د مرکزي رول لپاره شردها کپور او ورون دهون غوره شوي وه.
دغه فلم نه یوازې دا چې سوپر هیټ شو بلکې دغه فلم د ۱۰۰ کروړه څخه د زیاتو کټوونکو فلمونو په قطار کې هم شامل شو، شاید همدا د ښې ګټې وټې لامل یې وې چې د دغه فلم ټيم د نوموړي فلم د دریېمې برخې د جوړولو پرېکړه کړې.
هندوستان رسنۍ وایې د فلم A B C D3 کې د ورون دهون سره د مرکزي رول لپاره د بالیوډ ښکلي او تکړه لوبغاړي کټرینا کیف انتخاب شوې وه تر څو په دغه فلم کې د یوې پاکستانۍ نڅاګرې یا ډانسرې رول ولوبوي.
خو کټرینا په دغه فلم کې له کار کولو انکار کړی، سره د دې چې نوموړې یې لامل د سلمان خان سره په فلم (بهارت) کې کار کول یاد کړي خو ځينې څارونکي په دې نظر دي چې نوموړې د پاکستانۍ نجلۍ رول امله په دې فلم کې برخه نه ده اخیستې.
د سرچینو په قول، کله چې کټرینا کیف د ریموډي سوزا په لارښوونه په دغه جوړیدونکي فلم کې له کار کولو انکار وکړ، نو د فلم ډلې غوره وګڼله چې یو ځل بیا په دغه فلم کې د ورون دهون تر څنګ شردها کپور ولوبوي.
د فلم شوټينګ یا صحنو ډکول به د روانې جنوري په میاشت کې پیل شي او اټکل دی چې دغه فلم د همدې ۲۰۱۹ کال د نومبر میاشتې په ۸مه نېته به د سېنما پر پردو روښانه شي.