رفیق شینواری؛ هغه یتیم ننګرهاری ماشوم چې بېوزلۍ د هنر لوړو پوړیو ته ورسوه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

بشر دروېش
داسې څوک به نه وي، چې صوفیانه او نګه موسیقي یې خوښیږي او رفیق شینواری وانه وري.
رفیق شینواری د پښتو غزل د بابا امیرحمزه شینواري ځانګړی شاګرد و، چې د هغه لوړې شاعرۍ ته یې پخپل لوړ هنر لا نور ارزښت او خوند بښلی.
خو رفیق شینواری څوک و؟ ژوند یې څه لوړې ژورې لري، هنر ته یې څنګه مخه شوه او څه یې پکې په میراث پریښودل؟
په دې لیکنه کې به په همدې اړه وغږیږو.
یو یتیم ننګرهاری ماشوم
د رفیق شینواري په اړه تراوسه زیات خلک فکر کوي، چې د کوزې پښتونخوا به و.
سره له دې، چې د کوز و بر مسئله مهمه نه ده. شینواری که د ډیورنډ د تپلې کرښې په هغه غاړه دېره دی او که په دې غاړه،یا ورته نور قامونه، یو تن او وجود دي، یوه وینه او مینه دي او یو ډول ژوند او شریکه هدیره لري.
خو له دې سره بیا هم د یادونې ده، چې رفیق د کوزې پښتونخوا شینواری نه؛ بلکې د ننګرهار شینواری دی.
په ننګرهار کې د ده کره ځای نه دی معلوم، خو په ژوند لیکونو کې یې ویل شوي، چې هغه په ننګرهار کې زیږیدلی دی.
د هغه د زیږیدو کال ۱۹۲۶ میلادي ښودل شوی. رفیق یو بل ورور هم درلود، چې دواړه په ماشومتوب کې د پلار له مینې محروم شوي او کونډې مور یې له بېوزلۍ پېښور ته ورسره تلې.
دا چې هلته دوی چا سره اوسیدل، معلومه نه ده.
خو لکه چې وویل شول کوز و بر پښتانه او خاصتاً شینواري یو دي، نو امکان لري چې هلته به یې حتماً خپل ـ خپلوان ول او د رفیق مور به د همغو په ډاډ پېښور ته کډواله شوې وي.
د عبدالستار باچا دربار
د رفیق شینواري مور په ماشومتوب کې رفیق د پېښورد یوه مشهور صوفي عبدالستار باچا دربار ته استوي.
هغه هلته موسیقي زده کوي، له حمزه بابا سره یې شناخت کیږي او د هغه په مرسته د لیک لوست له نعمته برخمن کیږي.
حمزه بابا هم د ستار باچا د دربار مرید و. ده د خپل پیر په ستاینه کې هم خاص شعرونه ویلي دي.
د باچا په دربار کې رفیق شینواري د موسیقۍ له ګڼو برخو سره بلدیږي. په خاص ډول د قوالۍ په برخه کې ځانګړې زده کړې کوي.
شاعر رفیق شینواری
رفیق شینواری سربېره پردې چې یو بې بدیله سندرغاړی او استاد کمپوزر و، د شاعرۍ هنریې هم درلود.
د همایون خان په غږ دا مشهوره سندره:
ستا د سترګو بلا واخلمه جانانه زما
وه د زړه قراره راشه مهربانه زما

دا شعر رفیق شینواري ته منسوب دی. ویل شوي چې هغه دغه شعر خپل پیر(عبدالستار باچا) ته لیکلی و.
د رفیق شینواري د نورو شعرونو په اړه معلومات نشته. خو دې ته په کتو سره، چې د حمزه بابا په شان د ستر شاعر نیږدې ملګری او شاګرد و، احتمال شته چې ډېره او ښه شاعري به یې هم کړې وي.
هنري لاسته راوړنې
رفیق شینواري ته د پښتو موسیقۍ ګڼ استادان د استاد لقب کاروي.
مرحوم شینواری سلګونه سندرې لري، چې لا هم د ډېرو خلکو خوښ دي.
د ده د سندرو په اړه څو خبرې زیاتې کیږي:
ـ د شعر انتخاب یې خورا عالي و.
ـ د ده له سوز او عشقه ډک غږ کم ساری او خورا جذبونکی و.
ـ سندرو یې بهترین کمپوزونه لرل.
رفیق شینواری سربېره پردې، چې خپله یې خورا ښې سندرې وویلې، لسګونه نور کمپوزونه یې نورو سندرغاړو ته جوړ کړل.
د پښتو موسیقۍ د غزل د شهنشاه استاد خیال محمد په کچه مشهورو سندرغاړو هم د استاد رفیق شینواري له کمپوزونو څخه ګټه اخیستې او خورا ښې سندرې یې پکې راغلي.
ستا په جدایۍ کې تېربه شي وختونه
مینې دې ملنګ کړم غواړمه خیرونه

د استاد خیال او ماه جبین قزلباش دا سندره هم استاد رفیق شینواري کمپوز کړې وه.
استاد رفیق شینواري ګڼو فلمونو ته هم سندرې ویلي او د سندرو کمپوزونه یې ورته جوړ کړي.
د نورو نظرونه
د پښتو موسیقۍ مشهور کمپوز جوړونکی استاد نذیرګل وایي، چې کلونه ـ کلونه یې له استاد رفیق شینواري څخه زده کړې کړي او ارمونیه یې ورته غږولې ده.
د پښتو بل مشهور هنرمن او کمپوز جوړونکی ماسټر علي حیدر وایي، چې استاد رفیق شینواری ده ته د یوه روحاني پیشوا حیثیت لري.
د ماسټر په وینا رفیق شینواري د یوې اکاډمۍ حیثیت درلود، چې څوک به یې تشه ډکه نه کړای شي.
هغه دا لوی هنرمن نه هېریدونکی یادوي او وایي سلګونه کاله وروسته به هم هغه خپل اوریدونکي ولري.

د استاد رفیق شینواري دوه زامن وو، چې لا پخوا مړه شوي.
هغه ۴ لوڼې لري، مېرمنه یې لا هم ژوندۍ خو خورا زهیره شوې ده.
ویل شوي، چې د ده یو کور اوس هم د پېښور په ډبګرۍ کې د ستار باچا زیارت ته نیږدې شته او کونډه یې هملته ژوند کوي.
خو څه چې مهم دي دا ده، چې هغه که په فزیکي لحاظ نشته، خو د موسیقۍ په نړۍ کې ژوندی دی او یو تلپاتې هنر یې په میراث پریښی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.