په هندوستان کې د (ټهګزاف هندوستان) د فلم له ناکامېدو وروسته فلم ستوري عامر خان پرېکړه کړې چې خپل همدغه ناکام فلم به په دا ځل په چین کې نندارې ته وړاندې کوي.
ټهګزاف هندوستان فلم د هندۍ سېنما د مشهور ستوري عامر خان فلم دی چې په لوی لګښت جوړ شوی وه خو په هندوستان کې په دې ونه توانېده چې خلک ډیر راجلب کړي.
۲۰۱۸ميلادي کال په بالیوډ کې د دوو لویو خانانو عامر خان او سلمان خان د فلمي ژوند لپاره ښه کال نه وه، په همدغه کال کې د سلمان خان ریلیز شوی فلم (RACE3) هم ښه بازار ونه کړ او ناکامه شو.
ترې وروسته د عامر خان جوړ شوی فلم(ټهګز اف هندوستان) هم په هندوستان کې په باکس افس کې د خلکو زړونه ونه شوه ګټلی، په دې ورځو کې دغه فلم د ډېرو لویو هيلو سره پر سېنما لګول شوی ؤ خو د تمې خلاف یې نتیجه منفي وه او ښه ګټه وټه یې ونه شوه کولای او فلاپ وشمېرل شوه.
دا فلم په ۲۸ د ډسمبر د چین په هېواد کې نندارې ته وړاندې کیږي.
دا چې د خپل فلم لپاره په چین کې ښه مارکیټ پیدا کړي او ښه ګټه لاسته راوړي عامر خان په خپله چین ته تللی او د فلم د پرمختګ لپاره يې په دغه هېواد کې مختلفو پروګرامونو کې هم ګډون کړی.
عامر خان له رسنیو سره خبرو کې یې هېله ښودلې چې دغه فلم به یې له هېواده بهر د زیاتو خلکو زړونه لاسته راوړي.
د یادولو ده چې د ۳۲۵ کروړه لویې بودیجې باندې جوړ شوي فلم (ټهګز اف هندوستان) په باکس افس کې ناکام شو چې یو لوی لامل یې د هیکرانو له لورې د دغه فلم ژر بازار ته راوتل او بل لورته د انګریزي فلمونو څخه کاپي کول یاد شوي دي.
په دغه فلم کې عامر خان، امیتابهـ بچن، کټرینا کیف او فاطمه ثنا شیخ مرکزي رول لوبولی دی.