په هندۍ سېنما کې د عامر خان، سلمان خان، اکشي کمار او شاه رخ خان په شان غټ ستوري په اوس وخت کې ښه کار کردګي لري او زیات کامیاب فلمونه بازار ته وړاندې کوي، خو بل لورته فلمي نړۍ ته په راتګ نوي لوبغاړي هم کوښښ کوي تر څو ځان په خلکو وپېژني، په همدې تلاش کې د دغه مشهورو فلم لوبغاړو بچیان هم په همدې تکل کې دي چې د خپلو پلرونو ځای ونیسي.
د ډیوډ دهون ځوی ورون دهون، د ادتیا پنچولي زوی سورج پنچولي، د سنیل شیټي لور عطیه شیټي او ترې وروسته په اوس وخت کې د سري دېوي لور جهانوي کپور، د سیف علي خان لور سارا علي خان او یو شمېر نور هغه د فلم نړۍ ته راغلي ځوانان دي چې پلرونه یې له وړاندې په بالیوډ کې په کارکولو بوخت دي.
په اوس وخت کې ټولو تمرکز د سیف علي خان پر زوی ابراهیم علي خان، د عامر خان پر زوی جنید او د شاه رخ خان په بچیان ارین خان او سهانا باندې دی چې زیاتره د فلم مینوالو پام ورته اوښتی.
په دې اونۍ کې د فلم زیرو د یوه نندارې پر مهال شاه رخ خان فلمي نړۍ ته د خپلو بچیانو د راتګ په تړاؤ رسنیو ته خبرې کړي.
شاه رخ وویل، چې لور یې سهانا د اداکارۍ سره ډېر شوق لري او په همدې برخه کې زده کړې هم کوي خو په خبره یې زوی یې ارین خان د اداکارۍ هېڅ شوق نه لري او غواړي چې فلم جوړونکی شي.
خان وایي، تل یې خپل بچیان په دې برخه کې ازاد او خپلې خوښې ته پریښي دي، څو د خپل راتلوونکي پرېکړه په خپله وکړي.
بل پلو:
د سیف علي خان د لور سارا علي خان لومړی فلم کیدار ناتهـ څو ورځې وړاندې بازار ته وړاندې شو چې په دوو ورځو کې یې ۳۲ کروړه پیسې ګټلي، له دې څخه معلومیږي سارا خپل فلمي سفر په کامیابۍ سره پيل کړ.
سره له دې چې په دغه فلم باندې سختې نیوکې هم شوي او د هندوستان اتراګهنډ ایالات په ځينو برخو کې پرې بندیز هم لګول شوی خو بیا هم د فلم د پوهانو په نظر دغه فلم کامیاب فلم دی.
په یاد فلم تور دی چې خلک (سخت دریځۍ) ته هڅوي ځکه په دې فلم کې کیسه د یوه مسلمان هلک او هندوې نجلۍ پر ژوند څرخي.