نیوزیلینډ په دویمه ټیسټ سیالۍ کې پاکستان ته په ستر توپیر ماتې وخوړه

رنګین تجريدي ډیزاین

ه متحده عربي امارتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو په دویمه لوبه کې پاکستان بیرته ښه راتګ وکړ او په سیالۍ کې یې نیوزیلنډ ته په ستر توپیر ته ماته ورکړه.

پاکستانۍ لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د هاریس سهیل او بابر اعظم د سلیزو پرمټ نیوزیلینډ ته په ۴۱۸ منډو خپل اننګز پای ته ورسو، چې په ځوابیه لوبه کې نیوزیلینډي توپ وهونکو د پاکستاني سپینر یاسر شاه پر وړاندې مقاومت ونشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۹۰ منډو سره وسوځیده.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف په لمړۍ پاڼۍ کې پاکستاني لیګ بریکر بالر یاسر شاه ۸ ویکټې ترلاسه کړې وې او په دویمه پاڼۍ کې یې هم دغه لوبغاړي سر پورته کولو ته پرینښودل، چې بیا ځلي یې ۶ نور نیوزیلینډي لوبغاړي وسوځول.

106028 pydfmilfgq 1542624962 نیوزیلینډ په دویمه ټیسټ سیالۍ کې پاکستان ته په ستر توپیر ماتې وخوړه

پاکستانۍ لوبډلې د ۳۲۸ منډو مخکې والي څخه په ګټې اخیستنې نیوزیلینډۍ لوبډله دویم ځل توپ وهنې ته را بللې وه، چې بیا ځلې دغه لوبډله د ۳۱۲ منډو جوړولو وروسته وسوځیده او پاکستان ته یې په یو اننګز او ۱۶ منډو باقیدارۍ سره ماته وخوړه.

متحده عربي امارتو ته د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د رسمي سفر په ترڅ کې درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ یا ۵ ورځینۍ لوبې پلان شوې وې، چې یواځې وروستۍ ټیسټ لوبه یې لا هم پاتې ده.

له دې وړاندې په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د ۴ منډو په توپیر سره ماته ورکړې وه، خو په دویمه سیالۍ کې پاکستان بیرته د سیریز خبره برابره کړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ لوبو د سیریزونو لړۍ د تیرې اکټوبر میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نېټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوه ده او د راتلونکې ډیسمبر میاشتې تر ۷ مې نېټې پورې دوام وکوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.