د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ښځينه و شل اوریزه نړیوال جام سیالیو شپږم پړاو کې اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې د څلورم ځل لپاره د اتلولۍ جام وګټلو.
د ښځينه و شل اوریزه نړیوال جام سیالۍ د روانې نوامبر میاشتې په ۹ مه نېټه په ویسټ انډيز کې پیل شوې وې، چې پکې د اسټرالیا او انګلستان لوبډلې پای لوبې ته ورسیدې.
د پای لوبه کې انګستانۍ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د ډانیل یاټ د ۴۳ زیاتو منډو پرمټ ۱۰۵ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې اسټرالوۍ لوبډلې د خپلو دوه لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۰۶ منډو هدف د لوبې په ۱۶ م اور کې پوره کړ او د اتلولۍ جام یې د څلورم ځل لپاره په خپل نوم ثبت کړ.
د شپږم پړاو دغه سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې وې، چې پکې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې وې.
که څه هم د نړیوال جام دا سیالۍ د تیر ۲۰۱۶ م کال اتلې ویستۍ انډیزۍ لوبډلې په کوربتوب کې ترسره شوې، خو کوربه ویسټ انډیزي ښځینه لوبډله لا د وړاندې په نېمه پای لوبه کې د اسټرالوۍ لوبډلې لخوا په ماتې سره له مخکې تګ څخه بې برخې شوه.
د یادونې وړ ده، چې په دغه جام سیالیو کې د هند او پاکستان ښځینه کرکټ ملي لوبډلې هم شاملې وې، خو د سیالیو په بایللو سره کور ته رخصت شوې.
هند او پاکستان تر ډیره د کرکټ په ډګر کې کومې لوبډلې ته ماته نشي زغملی، خو دواړو لوبډلو لا تر دې مهاله په نړیوال جام سیالیو کې کومه اتلولي هم نه ده خپله کړې.
د یادونې وړ ده، چې د نړیوال جام دغه سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ م کال کې په انګلستان کې پيل شوې، چې د کوربه لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې، خو له هغې را وروسته مسلسل درې ځلې اسټرالیا او ورپسې ویسټ انډیزۍ لوبډلې هم یو ځل د تیر پنځم پړاو اتلولي ګټلې وه.
د ۲۰۱۸ م کال ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ د اسټرالیا په ګټلو سره پای ته ورسیدې، خو د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال دغه جام سیالۍ به هم په اسټرالیا کې ترسره شي، چې پکې به اوسنۍ اتله لوبډله په خپل کوربه توب له دې اتلولۍ څخه دفاع کوي.