د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په لسمه نېټه په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ بورډ د مسولینو، لوبغاړو او د افغانستان پریمیر لیګ لپاره د لوبډلو څښتنانو د لوبغاړو د پېرلو لپاره بولي ترسره کړه.
دغه بولي چې د افغانستان پر وخت مازیګر څلور بجې پیل شوه، د شپې تر ۹ بجو یې دوام وکړ، په دغو پنځه ساعته مراسمو کې ۹۳ کورني او باندني لوبغاړي د پنځه لوبډلو لپاره واخېستل شول.
په ۹۳ لوبغاړو کې ۳۵ د باندنیو هېوادونو لوبغاړي دي او ۵۸ لوبغاړي د هېواد پخواني او ځوان لوبغاړي دي.
ننګرهار لوبډلې ټولټال ۱۹ لوبغاړي واخېستل، چې ۷ یې باندني او ۱۲ یې کورني لوبغاړي دي د دغو لوبغاړو د رانیولو لپاره ۶ لکه او ۱۵ زره امریکايي ډالر ځانګړي شول.
کابل لوبډلې هم ۱۹ لوبغاړي واخېستل، چې ۶ یې بهرني دي او ۱۳ یې کورني لوبغاړي دي، دوی د دغو لوبغاړو په رانیولو ۵ لکه او ۹۰ زره امریکایي ډالر بند کړل.
پکتیا لوبډلې ۱۸ لوبغاړي واخېستل، چې ۷ یې باندني او ۱۱ یې داخلي لوبغاړي دي، د دغو لوبغاړو ټول قېمت ۵ لکه او ۹۰ زره ډالر دی.
کندهار هم اتلس لوبغاړي وپېرل، ۷ یې باندني او ۱۱ یې کورني لوبغاړي دي د دغو لوبغاړو په رانیولو ۵ لکه او ۹۰ زره ډالر لګښت راغی.
او بلخ لوبډلې بیا ۱۹ لوبغاړي واخېستل، چې ۸ یې باندني او ۱۱ یې کورني لوبغاړي دي د دغو لوبغاړو په اخېستلو ۶ لکه امریکایي ډالر لګښت راغی.
مجموعي لګښت
د ټولو ۹۳ لوبغاړو په رانیولو ۲ ملیونه، ۹ لکه او ۸۵ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی، چې د باندنیو پانګوالو له خوا ورکړل شول.
د لوبغاړو ډلبندي
لوبغاړي په پنځه کټګوریو وېشل شوي وو، د ایکن کټګورۍ د یوه لوبغاړي قېمت سل زره امریکایي ډالر و، چې راشدخان، کرېس ګېل، شاهد افریدي، برېنډن مکالم او انډري رسل پکې شامل دي.
دوهمه ډلبندي د الماسو وه، د دې ډلې لوبغاړو لپاره قېمت ۷۵ زره امریکايي ډالر و.
د سرو زرو ډلبندۍ کې بیا د لوبغاړو قېمت ۶۰ او ۵۰ زره امریکایي ډالرو په منځ کې و.
د سپینو زرو ډلبندۍ کې د لوبغاړو قېمت ۴۰ زره او ۳۰ زره امریکایي ډالرو په منځ کې و.
https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/videos/235647230444723/?fb_dtsg_ag=Adzgg1ROkRnr7QJQ9y1uuhndzdPVgc41t7OnvlaLyyJ-fg%3AAdzq5WM6oBcNbw-7E37r94qAOWykJ0y_uHgonoBKNdlQxw
او د ایمرجېنګ لوبغاړو لپاره بیا قېمت له شلو زرو امریکایي ډالرو رانیولې تر ۱۵ زره او لس زرو امریکایي ډالرو پورې و.
له لس زره ډالرو کم قېمت پکې وجود نه درلود.
ای پي ایل یا د افغانستان پریمیر لیګ د اکټوبر په ۵ مه نېټه د پنځه لوبډلو ننګرهار، کابل، پکتیا، کندهار او بلخ ترمنځ په عربي متحده اماراتو کې پېلېږي او د اکټوبر په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي.