د پاکستانۍ سینما مشهورې فلمي ستورې ماهره خان افغان مهاجر ته کمپ ته ورغلې او هلته یې د دوو ماشومانو سره یوه ويډیو کړې چې په افغان ماشومان وایي غواړي د هندۍ سینما د نوي او ځوان اداکار ورون دهون په شان شي.
ماهره خان دغه ویډیو پر خپل انسټاګرام پورته کړې او په ځواب کې یې ورون دهون هم د ماهره خان د کار او هنر ستاینه کړې ده.
ماهره خان د پاکستانۍ سینما د هغه ښځینه فلمي ستورو څخه ده چې نه یوازې پاکستانۍ سینما کې یې خپل ځان کامیاب ثابت کړی، بلکي په هندۍ سینما یا بالیووډ کې یې هم کامیابه ادا کاري کړې ده.
نوموړې د هندۍ سینما له مشهور اداکار او د دغه سینما بې تاجه باچا شاه رخ خان سره په رئیس فلم کې ښه رول لوبولی او د ډېرو مینوالو نظر یې خپل طرف ته راړولی دی.
اوس ماهره خان په کراچۍ کې د پرتو افغان مهاجرو د یوه کمپ څخه ليدنه کړې ده او د دغې لیدنې ځینې تصویرونه یې په خپلو پاڼو شئیر کړي دي.
ماهره خان د هغه دوو بېچاره ماشومانو انځورونه هم پر خپل انسټاګرام اکونټ خپاره کړي چې دې سره یې خبرې کړي دي.
دې پر دغه تصویر لیکلي، چې کرۍ ورځ ورسره دغه ماشومان وه خو زیاته کړې یې ده چې دې ماشومانو زما کوم فلم نه وه کتلی، خو د (راجا) په نوم لوبول شوی کردار یې پيژندلو او د ماشومانو له خولې یې لیکلي (راجا) یو هیرو دی او مونږ هغه ډېر زیات خوښوو او غواړي چې د هغه په شان جوړ شي.
ماهره خان په خپل انسټاګرام پوسټ کې لیکلي، نه پوهېده چې ماشومان د چا په تړاوو خبرې کوي، خو زیاته کړې یې ده چې دوی ته د ورون دهون د فلم (اونچي هی بلډنګ) یادوه او زمزمه کوله یې.
نوموړې وایي، له دې وروسته پوه شوه چې ماشومان د نوي او ځوان فلمي ستوري ورون دهون په تړاوو خبرې کوي، خو زیاته کړې یې ده چې ماشومانو ته یې ویلي چې یو ورځ به خامخا د هغه په څېر جوړیږي.
بل لورته د هندۍ سینما ځوان ادا کار ورون دهون د ماهره خان پر ویډیو نظر ورکړی او د نوموړې د دغه کار ستاینې تر څنګ یې ویلي دي چې د دې ویډیو په کتلو سره یې له څېرې مسکا والوته، ماهره خان ته یې ډېره زیاته مینه ډالۍ کړې او د ویډیو د خپرولو لپاره یې ترې بې اندازې مننه کړې ده.