په هندوستان کې د ډېرو زیاتو مینوالو لرونکي فلم پدوماتي کې دهندوستان مشهور هئرو برابهاس ته د کار کولو وړاندیز شوی و خو برابهاس په دغه فلم کې د کار کولو څخه انکار کړی و.
پدوماتي په تاریخ جوړ شوی یو فلم دی چې په هندوستان سربېره په یو شمېر نورو هېوادونو کې یې هم بیلا بیل غبرګونونه راوپارول.
پدوماتي فلم نه یوازې دا چې ډېر زیات مینوال یې پیدا کړل بلکې په باکس افس کې یې هم د ۳۰۰ کروړ څخه زیاته ګټه هم وکړه.
تازه هندۍ رسنۍ وایي چې په دغه فلم کې د راجا راوال رتن رول وړاندې د باهوبلي د فلم هېرو برابهاس ته شوی خو هغه دغه رول نه وو منلی.
په پدوماتي فلم کې د راجا راوال رتن رول د هندوستان یو بل فلمي ستوري شاهد کپور ادا کړی.
تر شاهد کپور وړاندې همدغه رول برابهاس ته وړاندیز شوی و خو هغه د ځینو علتونو له امله ورته نه ویلې وه.
د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، د باهوبلي په فلم کې د پرابهاس د ښې او اغیزناکې اداکارۍ نه وروسته د بالیوډ زیات شمېر فلم جوړونکو پرابهاس ته په ډېرو فلمونو کې د کار کولو وړاندیز کړی.
خو نوموړي یوازې د شردها کپور سره یو ځای په یوه فلم (ساهو) کې د خپل ځان لپاره کار کولو خوښ کړي دي. په داسي مهال چې د سنجي لیلا بهنسالي په شان مشهورو فلم جوړونکو او لارښوونکو ورته په پدوماتي فلم کې د ډپيکاپډکون سره یوځای د کار کولو وړاندیز کړی و خو پرابهاس دغه وړاندیز رد کړی.
پرابهاس ته نژدي سرچینې وایي، کله چې نوموړي د دغه فلم کیسه واوریده او ترې وروسته یې د خپل رول ارزونه وکړه، نو ځکه یې د بهنسالي په دغه فلم پروژه کې له کار کولو څخه انکار وکړ.
د هندي رسنیو پرابهاس ته د نژدي سرچینو له قوله راخیستل شوي چې په دغه فلم کې د پرابهاس نه کار کولو یو علت شاید دا هم وي د راجا راتن سنګهـ رول په دغه فلم کې زیات مهم نه وه او نه یې غوښتل چې د باهوبالي فلم کې د پنځه کاله زیات زحمت وروسته يې تر لاسه کړی شهرت ته زیان واوړي.
دا چې د دغه فلم مرکزي رول د رنویر سنګهـ سره وو، نو پرابهاس هم ونه غوښتل چې په پدوماتي فلم کې کار وکړي.