عرفان خان له اوږدې ناروغۍ وروسته د خپل فلم په ننداره کې څرګند شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

عرفان چې د څلور میاشتو راهېسې د مغزو د تومور له کبله تر درملنې لاندې دی، په دې وروستیو کې په لندن کې د خپل راتلونکې فلم ” کاروان “ په یوې ابتدايي ننداره کې څرګند شوی دی.
ویل کیږي چې د کاروان فلم دا ننداره د لندن په یو سوداګریز مرکز کې ددې ناروغ هندي اکټر په غوښتنه جوړه شوې وه، ځکه نوموړې غوښتل چې د خپل فلم وروستی شوی ورژن تر خپریدو مخکې وګوري.
ددې فلم د ډیالوګ لیکوال حسین دلال رسنیو ته ویلي، له عرفان خان سره یې خبرې وکړې هغه او کورنۍ یې له فلم راضي وو او عرفان خان په فلم کې وړې سپارښتنې درلودې چې عملي به شي.

ټاکل شوې ده چې د عرفان خان ( کاروان ) فلم د اګست په دريېمه نیټه په هند او نړۍ کې پر سینماګانو خپور شي.

ټاکل شوې ده چې د عرفان خان ( کاروان ) فلم د اګست په دريېمه نیټه په هند او نړۍ کې پر سینماګانو خپور شي.
د بالیوډ د ځانګړۍ انداز اکټر عرفان د مغزي سرطان له ناروغۍ کړیږي او له څه مودې راهېسې د فلمي کارونو له نړۍ لرې دی. د نوموړې مینه وال هیله لرې چې دا تکړه اکټر به له ناروغۍ ورغیږي او بیرته به کار ته ستون شي.
هغو کسانو چې په لندن کې یې له عرفان سره ددې فلمي نندارې په اړه کتلي ویلي چې نوموړې په ښه موډ کې وو، خو د روغتیا په اړه یې د ډیرو جزییاتو له ورکولو ډه ډه کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.