د هندي سینما مشهورې اداکارې کټرینا کیف تازه له شارخ خان سره په زیرو فلم کې لوبیدلې. دا فلم چې ټاکل شوې، د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۱ مه خپور شي، تازه يې د حسنِ پرچم سندره خپره شوې ده.
په مراسمو کې له کټرینا کیف وپوښتل شوه، ځان خوشبخته ګڼي، چې د شارخ خان سره په فلمونو کې لومړنۍ اداکاره وه، چې هغه د سینما په پرده ښکل کړه؟
کټرینا کیف وویل: “څوک وايي، چې زه خوشبخته یم؟! په حقیقت کې هغه (شارخ خان) خوشبخته دی، چې ما لري.”
کیف له شارخ خان سره په (جب تکهی جان فلم) کې لوبیدلې او په یاد فلم کې شارخ خان نوموړې ښکل کړې ده. هغه وخت د شارخ خان لومړی ځل و، چې په فلم کې جینۍ ښکلوي.
کټرینا چې د ۲۰۰۳ کال څخه راوروسته په هندي سینما کې لوبیږي، د خپل هنري ژوند په اړه هم غږیدلې. نوموړې وویل:
“زه بختوره یم، چې د کار په موده کې مې ډير خواږه څیزونه تجربه کړل. زه ولویدم، زه پورته شوم. ښه وختونه او بد وختونه دواړه راغلل؛ خو زه د هر هغه څه په وړاندې، چې ما دلته په هندي سینما کې تجربه کړل، خوشاله یم.”
کټرینا کیف ددې له امله هم خوښيي څرګنده کړه، چې د شارخ خان سره په زیرو (صفر) فلم کې لوبیږي.
زیرو (Zero) فلم
زیرو یا صفر د شارخ خان، کټرینا کیف او انوشکا شرما ګډ فلم دی، چې انانند لي رای جوړ کړی. فلم کې شارخ خان د یو ټیټ قدي سړی رول لوبوي. انوشکا پکې بیا په ذهني لحاظ معیوبه ده. کټرینا بیا پکې مسته سینمايي اداکاره ده.
کیسه داسې ده، چې شارخ خان (لنډ قدي ته) څوک لور نه ورکوي. د ژوند په ملګرې پسې لالهانده ګرځي. بیا له یو معیوبې ساینس پوهې (انوشکا) سره مخ کیږي؛ مینه يې پیدا کیږي. په ورته وخت کې يې له کټرینا کیف سره هم تار وغزیږي؛ د محبت مثلث جوړ شي. فلم رومانټیک کومیډي دی. یاد فلم د شارخ خان تر ټولې قیمتي فلم دی، چې په ۲۸ میلونه ډالر جوړ شوی.
حسنِ پرچم
حسنِ پرچم د زیرو فلم دریمه سندره ده، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه. دا سندره په کم وخت کې میلونونه خلکو ولیده او خوښه کړه. ټاکل شوې، چې یاد فلم د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۱ مه خپور شي.