د سویلي افریقا چټک ښي لاسي بالر ویلي، که ډیویلیرس د کرکټ په نړۍ کې نه وای؛ نو اسټرالیایي ګلېن مکسویل به د نړۍ په کچه د ۳۶۰ لوبغاړي په نوم مشهور وای.
ای بي ډیویلیرس چې د افریقا پیاوړی توپ وهونکی دی، د افریقا لپاره یې نړیوالې لوبې پرېښي؛ خو په سوداګریزو لوبو کې یې لا هم د خپلو مینوالو تنده خړوبه کړې ده.
ای ډیویلیرس د کرکټ په نړۍ کې د (۳۶۰) لوبغاړي په نوم مشهور دی؛ دا ځکه مشهور دی، چې هغه د لوبغالي هر لوري ته شاټ وهلی شي.
د کرکټ لوبغالی ۳۶۰ درجې دایره ده، چې ای بي ډیویلیرس د دې دایرې هر لوري ته شاټونه لوبولي او په هر طرف شاټ وهلی شي.
نو دی د همدغو شاټونو له امله د ۳۶۰ درجې لوبغاړي په نوم مشهور دی.
د ای بي ډیویلیرس سربېره د نړۍ په نورو لوبډلو کې هم داسې لوبغاړي شته، چې د کرکټ لوبغالي هر لوري ته شاټ وهلی شي.
اوس تازه د افغان لوبډلې ځوان توپ وهونکی رحمان الله ګربز هم په مېسټر ۳۶۰ مشهور دی، دا ځکه چې هغه هم د لوبغالي هر لوري ته شاټونه وهلی شي.
کله چې نوموړي د ویسټ انډیز خلاف شل اوریزو لوبو کې ښه توپ وهنه وکړه، نو په سکرین یا پرده باندې مېسټر ۳۶۰ ولیکل شول.
اوس د سویلي افریقا چټک بالر ډیل سټین ویلي، چې که ډیویلیرس د کرکټ نړۍ کې نه وای د ۳۶۰ درجې لقب به له مکسویل سره وای.
په رښتیا هم مکسویل هغه لوبغاړی دی، چې د لوبغالي په هر لوري شاټونه وهلی شي؛ هغه په سکوپ، پېډل، فلېک، ډرایف، پول، لېټ کټ، اپر کټ، سټرېټ او نورو شاټونو وهلو کې زیات مهارت لري.
کله چې یو لوبغاړی په هر لوري د شاټ وهلو هڅه کوي او په دې برخه کې بریالی شي، بیا نو کولای شي، چې د لوبغالي هر لوري ته شاټونه ووهي او دا لقب وګټي.