د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي ته ټاکل سوی تازه او ځوان لوبغاړی عظمت الله عمرزی تېره ورځ ۲۰ کلن سو.
د افغانستان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه هغه ته د ۲۰م کلیزي مبارکي ویلې او د هغه ترڅنګ ئې د ۱۹کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام په یوې لوبه کي د هغه ځلېدلو ته اشاره کړې.
کرکیټ بورډ لیکلي(( نوموړي په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نیوزیلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې د اوو شپږیزو او دریو څلوریزو پر مټ ۶۶ منډې کړې وې چې له امله یې افغان نولس کلنې لوبډلې د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره موندلې وه)).
عضمت الله عمرزی یو له هغو افغان لوبغاړو څخه دئ، چي په افغان ۱۹ کلنه لوبډله کي ښه وځلېد او بلاخره په افغان کرکیټ بورډ کي د غوراوي کمېټې ملي لوبډلي ته انتخاب کړ.
د ایرلینډ په وړاندي تیرو درو شل آوریزه سیالیو ته افغان لوبډلي عضمت الله عمرزی په سکواډ کي واخیست، خو په درې واړه لوبو کي ورته د لوبېدو چانس ورنه کړل سو.
د عظمت الله عمرزي ترڅنګ په دې وروستیو کي قیس احمد او رحمن الله ګربز هغه ځوان لوبغاړي دي، چي په ملي لوبډله کي ځای ورکړل سوی.