مجیب الرحمن BPL کې لوبه په څلوریزې وګټله.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

مجیب الرحمن چې د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ کې له کومېلا واریرز لوبډلې سره لوبېږي.
له لومړي سره یې په دې لوبو کې د خپلې لوبډلې ملا ورتړلې او خپله غوره توپ اچونه یې نندارې ته وړاندې کړې ده.
هغه د ۲۰۱۹ ز کال په وروستي مازیګر د ډېسمبر په ۳۱ مه نېټه د چټاګرام چلېنجرز لوبډلې پر وړاندې غوره توپ اچونه وکړه.
هغه په ۴ اورونوکې ۱۸ منډې ورکړې او په ۰۴.۵۰ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
مجیب سربېره پر دې خپله لوبډله په داسې حال کې بري ته ورسوله، چې په یو توپ درې منډې پاتې وې.
هغه په اتم نمبر توپ وهنې ته راغی او لوبډلې یې په یو توپ ۳ منډو ته اړتیا لرله مجیب الرحمن په وروستي توپ څلویزه ووهله او لوبډله یې بري ته ورسوله.
د دې سربېره هغه سره انګلستاني ډېوېډ مېلن هم په ۵۱ توپونو ۷۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم بیا ډېوېډ مېلن واخېسته.
بل پلو راشدخان بېګ باش لیګ کې په ۱۹ توپونو د درې شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۴۰ منډې وکړې او توپ اچونه کې یې بیا په ۴ اورونوکې ۴۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.

د راشدخان دې لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز لوبه په ۳ منډو وبایلله.
سېډني تندر لوبډله وتوانېده، چې د بېګ باش لیګ په ۱۷ مه لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې ته په ۳ منډو ماته ورکړي.
سېډني تندر لوبډلې ۱۶۸ منډې کړې وې او اډیلایډ لوبډلې ورپسې ۱۶۵ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی د سېډني تندر لوبډلې لوبډلمشر کالم فرګوسن اعلان شو، هغه په ۴۶ توپونو ۷۳ منډې وکړې.